Homeخبرونههند وايي، کندهار نه یې ځينې ديپلوماتان په موقته توګه ویستلي

هند وايي، کندهار نه یې ځينې ديپلوماتان په موقته توګه ویستلي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۰) د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په کندهار کې یې د خپلې کونسلګرۍ ځینې هندي ديپلوماتان په موقته توګه خپلو کورونو ته استولي، خو کونسلګري یې نه ده تړلې.

د جی شنکر په وینا کندهار کې به یې کونسلګري د ځایي کارکوونکو په مرسته خپلو چارو ته ادامه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره په بشپړه توګه همکاري کوي او د دې غوښتونکي دي، چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.

هند تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې په افغانستان کې به یې ديپلوماتیک ماموریت دوام کوي.

بل لورته یو شمېر سرچینو بیا ویلي، چې هند خپل ۵۰ کارکوونکي له کندهار نه هند ته تېره ورځ په یوه ځانګړي الوتنه کې لیږدولي دي.

هند داسې مهال د موقت ډول لپاره له کندهار نه خپل ديپلوماتان  وباسي، چې په یاد ولایت کې اوس هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...