یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان سوداګر: روانې جګړې سوداګري او ولس دواړو ته زیان رسولی

افغان سوداګر: روانې جګړې سوداګري او ولس دواړو ته زیان رسولی

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۰) افغان سوداګر وایي، چې روانې جګړې به يې پر سوداګرۍ پراخ منفي اغېز وکړي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، دمګړی د افغانستان پر ډېری سوداګریزو لارو او ځينو بندرونو طالب وسله وال حضور لري، چې دا چاره پر سوداګرۍ او بازارونو منفي اغېز کوي.

د ده په خبره سوداګر اړ کېږي چې دوه ځایه مالیه ورکړي او دا چاره پر بازار منفي اغېز کوي او د نرخونو د لوړېدو سبب ګرځي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مسوولان د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي، چې خصوصي سکتور دې نه زیانمنوي او افغان سوداګرو ته دې ګواښونه نه جوړوي.

د سوداګرو په خبره که دوی ته زیان ورسېږي نو زیان یې عام ولس ته اوړي او په هېواد کې به د سترو ستونزو لامل شي.

افغان سوداګر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې اوسمهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړه په شدت سره جریان لري او ورسره هم مهال د خوراکي او سون توکو بيې هم ډېرې لوړې شوې دي.

عام خلک هم د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي، چې اوربند وکړي او عام ولس دې نه زیانمنوي.

تازه په بازار کې د سون توکو او خوراکي توکو بیې ډېرې لوړي شوي، چې عام ولس یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب