شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+موږ د عقل او دين ټکر وژني| ليکوال: اتل سمسور

موږ د عقل او دين ټکر وژني| ليکوال: اتل سمسور

زه چې کله له ملګرو سره د يوويشتمې پېړۍ له اړتياو سره ديني پخلاينې خبره کوم، نو کابو ډېر يې يوازې همدا خبره کوي، چې دين نقل دی، عقل نه دی. زه په دې پوهېږم، چې دين نقل دی، ځکه حضرت علي کرم الله وجهه وايي، چې که دين عقل وای، ما به تاسو ته ويلي وو، چې په تيمم کې د پښو تلې مسح کړئ. خو له دې خبرې مراد دانه دی، چې ګنی په دين کې عقل ته بېخي ځای نه شته. واقعيت دا دی، چې دين په نقل ثابت دی، خو عقل پکې لويه برخه لري. هغه څه چې موږ يې له عقل سره په ټکر کې ګڼو، زموږ د عقل کمی او قصور دی.

هېوادمل صيب ته دې الله له اوږد عمر سره ښه صحت ورکړي، هغه به ويل، چې پښتون به الله تعالی يوازې په همدې وبښي، چې د لوی خدای امانت (ماغزه) ورته بېرته سلامت هغې دنيا ته وړي او هيڅ ګټنه ترې نه کوي. هغه د شاعر خبره سمه ده، چې:

زما سر کشه سره څه بې ځايه دې شيندم         پښتون يمه له عقل نه کنګال به دې ساتم

له بده مرغه چې دا څو لسيزې جنګ او جګړه د يو مجهول ارمان لپاره د جهاد او اسلام په نوم تعبيرېږي. ټول لامل يې وچ په وچه اسلام غوښتنه او د يوويشتمې پېړۍ له اړتياو سره د دين د ټکر په پايله کې دي. هر چا ته چې د وطن او ولس مصلحت وروړاندې کړې، بس يوازې همدا ځواب دی، چې دا په دين کې نه شته او له هر څه وړاندې موږ ته دين او شريعت مهم دی. زه خاوره څه کوم زه بايد مسلمان وم. د دوی ماغزه دومره بند دي، چې ګني دين، وطن، ولس، خاوره او عصري ژوند يو له بل سره په ټکر کې ګڼي.  خو د نورې نړۍ خلک بيا داسې نه دي. زموږ علما او ملايان عوامو ته دين داسې تشريح کوي، لکه څوارلس سوه کاله وړاندې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت او د خلفای راشدينو د خلافت په شرايطو کې ورته اړتيا وه. زه غواړم د دين ددغسې تشريحاتو څو ټولنيزې او سياسي بېلګې د نن دور د علماو له خولې درته مخې ته کړم.

مولانا ادريس چې نسبتاً يو معتدل ملا دی، د خندق د غزا په تشريح کې چې د حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په هغې معجزې خبره کوي، چې يو صحابي يو سېرلی حلال کړی و او يوازې پيغمبر صلی الله وسلم او څو ملګري يې مېلمانه وو، خو رسول الله صلي الله عليه وسلم د خندق ټول صحابه بوتلل او هغه لږ خواړه ټولو ته بس شول. وایي چې دې صحابي کره يوه د لرګي کاسه وه، چې ډلې ډلې صحابه به پرې کېناستل.  د دغې واقعې په پايله کې مولانا وايي، چې په يوې کاسې ډېر کسان کېناستل سنت طريقه ده او ثواب لري. يعنې په دغه ځای کې زموږ د ملايانو پښه ښويېږي، چې د څوارلس سوه کاله پخوا شرايطو څخه زېږېدلي اعمال په اوسنيو شرايطو تحميلوي. دی په خپله هم وايي، چې د صحابي په کور کې يوه د لرګي کاسه وه، ځکه ټول صحابه ورته کېناستل؛ نو اوس چې د کاسو کمي نه شته، ولې په یوې کاسې لس کسه کېنو؟ بله خبره دا ده، چې هغه مهال نفوس دومره نه و، د صحابه‌و ظاهر او باطن پاک و، ميکروبونه او وايروسونه نه وو، نو اوس چې د کاسو کمی نه شته، د وايرسونو، ميکروبونو او باکترياو د راج زمانه ده، ولې موږ وچ په وچه په همدې پسې ونښلو، چې نه صحابه شل کسه يوې کاسې ته ناست وو؛ نو موږ بايد شل کسه يوې کاسې ته کېنو، چې سنت ده. دلته سړي ته معلومه شي، چې زموږ ملايان له عقله کار نه اخلي او د دوی له عقله کار نه اخيستل دي، چې دين خلکو ته وروسته پاتې او بدوي ورپېژني.

يوه بله ساده بېلګه به يې درته ووايم. هغه مهال به چې صحابه و، اذان کاوه، نو په حی علی الصلاة او حی علی الفلاح کې به يې مخ ښي او چپ خواته ګرځاوه او دا ددې لپاره چې غږ يې تر خلکو ورسي خو نن چې زموږ ملايان اذان کوي، اخوادېخوا مخ ګرځول سنت ګڼي، په داسې حال کې چې دی به د لوډسپيکر مايک ته ولاړ وي او عقل ترې غواړي، چې په مستقیم ودرېدو دې غږ تر ډېره رسي؛ نو ولې اخوادېخوا مخ ګرځوې؟

داسې بېلګې نورې هم ډېرې دي؛ خو په سياست کې به يې درته څو بېلګې وښايم. تاسو به د مولانا سردارولي له خولې رسول الله صلی الله علیه وسلم سيرت اورېدلی وي. دی چې د غزواتو بيان کوي، نو وایي، چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په فلاني قوم حمله وکړه، ځوانان يې ورته مردار کړل، سپين ږيري يې غلامان کړل او ښځې يې وينځې کړې، مال يې ورته غنيمت کړ او له ډېرو يې سرونه پرې کړل. دلته دومره د عقل کمي محسوسېږي، چې لږ تر لږه د خدای د رښتيني پيغمبر هغه کړنې هم په شرعي حيثيت نه تشريح کېږي او په داسې ژبه تشريح کېږي، چې له دين او د خدای له رسوله د خلکو خوا راوګرځوي. نعوذوا با الله من ذالک.

څوارلس سوه کاله وړاندې شراېط او ننني شرايط ډېر توپير لري. پخوا غلامان وو، خو اوس د علماو او امت په اتفاق وينځې او غلامان نه شته. ولې؟ ځکه د نړۍ شرايط دا نه ايجابوي. په همدې ډول څوارلس سوه کاله وړاندې د دين غوښتنې د شرايطو مطابق يو ډول وې او نن بل ډول دي. دا د علماو مسوليت دی، چې دين د حالاتو او شرایطو مطابق تشريح کړي. د پخوا زمانې خليفه او امير په تېلو کې وچه ډوډۍ خوړه؛ خو د نن زمانې امير يې نه خوري او نه ورته لازمه ده. ځکه استاد سعيد حاوي وايي، چې په منابرو د خلفاو او صحابه و مناقب بيانول ښه کار دی، خو د اسلامي هېوادونو مشرانو ته يې کټ مټ تقليد ناروا دی. ولې چې په دې سره به د اسلام مبارک دين په نړۍ کې د فقر او وروسته پاتې والي دين معرفي شي.

اوس که له ملا، عالم او نيمچه طالب ګوټي سره خبره کوې، بس له مخې به درته د پيغمبر صلی الله عليه وسلم حديث يا ايت شريف ولولي او په ظاهر پسې به يې کلک نښتی وي، چې نه! پيغبر صلی الله عليه وسلم داسې ويلي او خدای پاک داسې ويلي. نو يه د خدای بدبخته ملا! له نن نه څوارلس سوه کاله پخوا شرایط بدل وو  او نن بدل دي. زما موخه دا نه ده، چې ګنې دين دې موږ په خپله خوښه او خپله رايه تفسير او تعبير کړو. موخه دا ده، چې موږ دې د نوې زمانې له غوښتنو سره سم عمل وکړو.

په يوې خبرې بايد اعتراف وکړو، چې دا بېعقلي او له عقله مرورتيا د پښتنو په نغري دېره ده. نورې نړۍ د دين هغه صريحې او اړينې لارې موندلي، چې د يوويشتمې پيړۍ غوښتنې دي؛ خو پښتون او افغاني ملا، عالم او طالبګوټي دا لار هيڅ ونه مونده، همدا ده، چې ددغه رښتيني دين په ناسم درک کولو مري او هم يې دين نړۍ ته په شرمونو وشرماوه. افسوس دی، چې همدغه دين يو وخت د انساني ژوند بقا تضمين کړه، خو نن همدغه دين له انسانه ژوند اخلي. ستونزه د دين او شريعت نه ده، ستونزه د دې دور د کم عقل او بېعقل شخص ده، چې دين يې سم درک نه کړ او د خپل جهالت ښکار يې کړ. د حميد بابا خبره سمه ده، چې

ستا په سترګو د غفلت پردې پرتې دي

ګنې يار په مخ نيولی پلو نه دی

 د نورې نړۍ ملايانو او علماو خپل دين هم وساته او وطن يې هم وساته؛ خو زموږ هغو دین هم بايلود او وطن يې هم بايلود. تر ټولو بده خو لا دا چې دلته له دغې طبقې سره د عقل او هوښيارۍ دومره وچکالي ده، چې د سراج الحق او فضل الرحمن په څېر ملايانو منونکي دي، چې په خپل وطن کې دين يو ډول تعبيروي او په افغانستان کې يې بل ډول تعبيروي.  دوی په همدې دين پاکستان جوړ کړ او په همدې دين يې زموږ وطن وران کړ. په همدې دين امریکايان په خپل هېواد کې ساتي، اډې ورکوي او په همدې دين دلته زموږ نظام د امريکا په ملاتړ تورنوي چې د دې ولس د سرونو په بدل يې  ړنګوي.

زموږ هغه ملا چې ځان ته هوښيار او منځلاری وايي، کله چې د وطن په حق کې دعا کوي، وايي، چې یا الله په افغانستان کې يو اسلامي نظام راولې. نو ای ملا! ته څه فکر کوې، د افغانستان نظام اسلامي نه دی؟ د يو غوڅ او څرګند حقيقت په توګه نن سبا په ټوله نړۍ کې د افغانستان په څېر اسلامي نظام نه شته؛ خو يوازې د عقل کمی دی، چې ټول تمرکز يې په جزياتو دی او همدغو جزياتو زموږ لوی لوی ارزښتونه مسخه کړل. زموږ ملا هيڅ دا جرئت ونه کړ، چې د پاکستان ملا ته ووايي، چې مولانا صيب موږ چې دومره جهاد او مبارزې ته هڅوئ، تاسو څه کوئ؟ خو هغوی بېرته دوی په عقل وهي. ورته وايي، چې پاکستان خو جوړ هېواد دی او دا زموږ مرکز او د اسلام قلعه ده، نو ولې يې وران کړو، افغانستان خو هسې هم وران دی!

دا چې زموږ ملايان او دينې قشر په ټوله کې ولې دومره بېعقل دی (رښتينو علماو ته په احترام) چې هيڅ يې دين د ټولې له اړتياو سره پخلا نه کړ، لامل يې دا دی، چې دين د هېواد وروسته پاتې او پرېوتې طبقې خلکو زده کړ او هغه خلک چې په ټولنه کې درانه او بانفوذه خلک وو، بدبختانه چې دين ته يې شاه کړه. هغه دسعدي صيب خبره چې

وقتې افتاد فتنه ای درشام                  هر کس از ګوشه فرا رفتند

روستازادګان دانشمند                         به وزيری و پادشاه رفتند

پسران وزير ناقص عقل                     به ګدایی به روستا رفتند

8 COMMENTS

  1. دین داور کمیس دی ښه ده چې له افغانانو وایستل شي او پنجابیانوته ورواغوستل شي
    کوشش وکړئ چې په افغانستان کې دغه لعنتی دین چې ټول یی تباه کړل له منځه یوسئ
    او دهمدی دین په زور او واسطه پنجابیان په موږ حکومت کوي او ورځ په ورځ مو لکه پسونه سرونه راپری کوي
    ژر مو له دغه دینه خلاص کړئ

  2. اسلام دین هیڅکله د اور کمیس ندی بلکه د ساختګیو د اجنبیو مذهبی غلامانو په وسیله امریکا ، انګلیس ، پنجابی پاکستان او اخوندی ایران په لار ښوونه د اسلام دین بد نامی لپاره پښی لوڅی شویدی ، ددی غیری انسانی عمل سره غوښتل کیږی چی د افغان ملت تاریخی جهادونه وحشیانه معرفی کړۍ شی ، اما اجنبیان باید پوه شی چی افغان غیرتی ملت خپل تاریخ کښی د اسلام دین ، د افغانستان استقلال ، د خاوری تمامیت او خپل کلتور ساتلو لپاره همیش قربانی ورکړی دی او اوس هم همداسی شرائيط رامینځ ته شوی دی !!!!

    که امریکا او انګلیس وغواړی چی ددوی دواړه خواوی غلامان ( کابل او طالبان ) د ملت وژلو ته خاتمه ورکړی نو بیا به ولیده شی چی هم به پنجابی پاکستان خپلو فتنو ته نور دوام ورنکړی او هم به دا دواړه خواوی غلامان ( کابل او طالبان ) به د ملت قتل ته خاتمه ورکړی !!!!

  3. An excellent written article and once always interest based politics combined with faith factor, the outcome to kill or be killed become Ghazi and Shaheed, wars feeding on itself.

  4. که څوک د اسلام دین او تاریخ په غور، ځیر او خپلواکه توګه مطالعه او ځان پرې پوه کړي، دې پایلې ته به ورسېږي چې اسلام دین همدا د طالبانو، داعش او نورو په اصطلاح سختدریځو مسلمانانو دین دی. اسلام، یو دین دی او په دې کې (لکه حکمتیار چې یوه ورځ وویل)، منځلارۍ او سختدریځي نشته. دا خبره هم ډېره سمه ده چې دین یو باور دی او ډېرې مسئلې یې د عقل په تله کې نه تلل کېږي. ځیني مسلمانان د خپل ذهن یا هم د اسلام د پیل یو شمېر سو له ایزه مسئلې چې د دوی خوښېږي، هغه دین ته ور اچوي او ټینګار هم ورباندې کوي. د بلې خوا څخه سختدریځي مسلمانان همدا ایتونه یا مسئلې منسوخې بولې او وایي چې دا مکي ایتونه دي او اصل اسلام د مدینې څخه پیل شوی، هغه وخت چې اسلام تورې ته لاس کړ. دوی دا هم وایي چې د اسلام پیغمبر (ص)، په پیل کې ۱۳ کاله په مکه کې د اسلام لپاره تبلیغ وکړ او یواځې یې تر سلو کسانو پورې خپلوان او نور په اسلام کې شامل کړل. خو کله یې چې په مدینه کې تورې ته لاس کړ، په کمه موده کې یې اسلام تر حبشې، یمن، بغداد او ایرانه پورې ورساوه او د تورې په زور یې په زرهاوو خلک مسلمان کړل. خلاصه اسلام د تسلیم دین دی او مسلمان باید خپل عقل د همدغه دین په دایره او پوهه کې په کار واچوي او بس. مننه

  5. که دا دین رښتیا انساني دین او دانسان په خوښه وای نو په سړیتوب به مخته تللی وای
    دادین د تورې او وژلو په زور په نړۍ خپور شوی دی او دپرمختګ علت یی هم داو چې خپلو یرغلګرو او تروریستانو ته رسول مبارک امر کړی و چی مال او ښځې یی ستاسو فقط موږ ته ځمکې فتحه کړئ او د دخدای په لاره کی خلک ووژني یقتل فی سبیل الله
    داسلام مجاهدین به چې هرچیرته ورسیدل دهغه ځای ځوانان به یی غلامان کړل او ښځې به یی ځانونه ته کنیزانې کړې اوچابه چی ددوی حکم نه مانه ترلښتو او وهلولاندې به یی واچوه اول له همدې یې ګز کړه چې یوه سپین ږیری پیغمبرص ته څه پکار و چی یوولس ښځې ولري او دخپلو شرعي نکاحی ښځوپه مخ کې به له خپلو کنیزانوسره هم څملاسته .
    عین همدغه لاره لومړی ځل ګلبدین په لږ تغییزتعقیبوله اوس یی تالیب اوداعش په هماغه اصلي بڼه عملي کوي نوښه داده چی دا ولس له دغه سړي خور دین او وروسته پاتې دین څخه خلاص کړئ اوکنه نو ولاکه په ژوند که علمي پرمختګ ووینۍ افغانان به دکرايی قاتلانو په څير خپل اصلي هویت له لاسه ورکړي او دتل له پاره د تور پنجاب پښو ته پروت وي

  6. سلام
    ددین مبادی ډیر لوی،پراخ او روښانه بحث دی .په دین دباور منو شمیره بلیون ته رسیږی داکتله او نفوس دخولې اتکل نه دی نړۍ کې شواهد او ثبوت لری. دین شخصی ټا په او انحصار نه دی.د بې ازارو ،با اخلاقو ، با مسولیتو ،دانسانی کرامت مراعات او تحکیم دی دابحث اوچت اړ خونه لری خو په ډیره ابتدایی کچه کې با ید دا ومنو چې ګناه زموږده. داموږ یو چې خلک جهنم ته لیږو. خودین اخلاق دی اوهرډول اهانت تحقیر اومحکوموی.
    میازار مورې که دانه کش است که جان شیرین دارد وجان شیرین خوش است
    غلا ،درغلی ،جنایت اوخیانت که دهرچا له خوا وی جلا کار دی دین هیڅ وخت داستعمار او استعباد تر څنګ ولاړ نه دی او نه دومره په تیوریکی لحاظ کمزورې جهان بینی ده چې په انحصاری کلیمو،ګیلو ا و بې بنسته کلیشو کې رالنډشی.دین دټولنې اصول او بنسټو ته دعدالت ،انصاف ،مساوات ،او مدنی ارزښتوته له کړکی او دریځ ګوری نه یوازې د محدودفرضی ایکس او وای متغیر له امله .
    وایی چې یو مسافر یوه داسې کلی ته لاړ چې په غلا ء،لوټ، فساد او درغلی کې مشهوره او بدنامه وه .هغه جومات ته ننوت او له بوټانو سره په لمانځه ودریده. یوکس غږ ور بادې وکړچې لمونځ دې نه کیږی هغه وویل سمه ده چې نه کیږی. ولې، بوټان خو مې بچ پاتی کیږی.
    دین باید د انسانی افواهاتو او سوءاستفادو قربانی نشی او نه شخصی قباله ده.
    اسلام ندارد در ذات خود عیبې هر عیبی که است در مسلمانی ماست

  7. سمسور صیب، تاسې په خپله لیکنه کې ډېرو ښو ټکو ته اشاره کړې ده.‌ موږ ته پکار دي، چې له خدای راکړي عقل څخه کار واخلو.‌ د اسلام فلسفه د عقل او منطق په خلاف نه ده. هر ځای خدای پاک خپلو بندګانو ته همدا ويلي، چې له خپل عقل څخه کار واخلئ. خپل ځان ته وګورئ، شاوخوا کهکشانونو ته وګورئ او فکر وکړئ،‌ له عقل کار واخلئ، انصاف وکړئ او د نورو په حقونو پښه مه ږدئ. دغه توصیې ډېرې زیاتې دي. که یوازې قرانکریم په همدې دوو ټکو پسې ولټوئ، چې وايي ( فکر وکړئ ، هغوی باید فکر وکړي د – تتفکرون ، یتفکرون ) او په نورو شکلونو سره نو بیا دې نتیجې ته رسېږئ،‌ چې دا ستاسې پورته خبرې تر ډېره پر ځای دی. زموږ د ټولنې هغه کسان چې ځان په ديني پوهه باندې سمبال بولي، هغوی پر همدې ټولنه د تپل شوي دیني علومو د زده کړو له سیسټم څخه فارغ شوي، چې هیچا تر اوسه د دې جرات نه دی کړی او یا هم دې ته یې وخت نه دی ورکړی چې د دې زده کړو د سیستم په اصلاحاتو باندې وغږېږي او یا هم پانګونه وکړي. همدا علت دی،‌ چې څه چې په دېګ کې دي،‌ هغه ارومرو کاسې ته را وځي.

    زموږ،‌ په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې شاوخوا له لسیزو راهیسې د همدې موخو لپاره داسې په زرګونو مدرسې جوړې شوي،‌ چې هغوی د ډېر زاړه تعليمي سیستم په اساس مخې ته ځي او قصداً همداسې د سياسي موخو لپاره ورباندې پانګونه شوې ده.‌ دغه مسئله ځکه پېچلې ده، چې په دې سیمه کې د ژورو درزونو د ایجادولو لپاره همداسې عمیقې او د پرنګي استعمار د وخت راهیسې تجربه شوې وسيلې قصداً پرېښودل شوي او وخت په وخت ور باندې نوره سرمایه ګذاري هم شوې ده.

    دا موضوع په رښتیا ډېره د تامل وړ ده. ولسونه په یوازې توګه نشي کولی، چې دغې مسئلې ته د حللاره پیدا کړي. د یوه هیواد د حکومت له وس څخه هم تېره ده،‌ چې دغه تعليمي سیسټم دې نوی کړي او یا دې دغو په لکونو دیني پوهانو ته قناعت ورکړي، چې په دغه شکل چې تاسې دین زده کوئ،‌ دغه یې لاره نه ده. نو په پایله کې ویلی شو چې دغه د سیمو د هیوادونو د حکومتونو ګډ مسؤلیت دی، چې دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي. که حالت همداسې روان وي، نو په را روانو دوو نورو نسلونو کې هم دغه ستونزه نشي حل کېدای. دغه ستونزه له دیني اړخ څخه ډېره سياسي شوې ده او هر چا په خپل وخت کې له دې څخه خپله سياسي ګټه کړې ده. که حکومتونه غواړي،‌ چې په سیمه کې امنیت او جوړ جاړی وي نو باید په ګډه داسې پرېکړه وکړي،‌ چې د یو بل د پرځولو او وروسته پاتې والي لپاره باید له دیني عقایدو څخه د وسيلې په توګه کار وانخلي او نه هم سياسي ګټې د ديني مدرسو له لارې تامین شي.

  8. “د تورې او وژلو په زور په نړۍ خپور شوی دی او دپرمختګ علت یی هم داو چې خپلو یرغلګرو او تروریستانو ته امر کړی و چی مال او ښځې یی ستاسو فقط موږ ته ځمکې فتحه کړئ او د دخدای په لاره کی خلک ووژني یقتل فی سبیل الله”

    A good example would be ” SHAH DOO SHAMSHERRAA WALI ” in Kabul. The story goes that he was beheading Kabuli’s with 2 swords 1 on each hand and to this day still considered a hero Holliman

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب