شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتاجکستان: د افغانستان امنیت د ټولې سیمې په ګټه دی

تاجکستان: د افغانستان امنیت د ټولې سیمې په ګټه دی

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۲۲ مه ) تاجکستان وايي افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی خو اوسنی روان وضعیت ټولې سیمې ته خطرونه جوړولی شي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خسرو ناضري له خپل افغان سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې غوښتنکي دي.

دده په وینا د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی شي نو له همدې امله دوی د بېړنۍ سولې او اوربند غوښتونکي دي.

هغه زیاته کړې چې په روانه جګړه کې د ملکیانو وژل، د عامه تاسیساتو ورانول او زرګونه خلک له خپلو مېنو بېځایه کول له ټولو بشري او انساني قوانینو سره په ټکر کې عمل دی نو ځکه خو تاجکستان دې ته تیار دی چې افغانستان ته د سولې په راتګ کې خپله همکاري ډېره کړي.

افغان لوري هم ویلي چې د سیمې هېوادونه باید له افغان سولې سره همکاري ډېره کړي، ځکه روانه جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول لوري به زیانمن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې اوج ته رسیدلي او له کبله یې دواړو لوریو ترڅنګ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

همدې نا امنیو ته په کتو راپورونه وایي، چې ځینو هېوادونو له افغانستانه خپل ډیپلوماتان ایستي دي.

د روسي خبري اژانسونو د راپور له مخې روسي حکومت هم پرېکړه کړې چې خپل ديپلوماتان د مزار شریف له کونسلګرۍ وباسي.

روسي چارواکو بیا ویلي چې دا پرېکړه موقتي ده او د وضعیت تر ښه کېدو وروسته به بېرته ددوی دیپلوماتان په کونسلګرۍ کې ځای پر ځای شي.

په تاشکند کې هم چارواکو ویلي چې روسي دیپلوماتان له افغانستان دغه ښار ته بېول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب