چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+خدايان | نورالله غازي

خدايان | نورالله غازي

وايي لومړنی انسان چې کله له طبيعي پېښو سره مخ شو او زړه ته يې وېره ورولويده، نو خدايانو ته يې مخه کړه، په لومړيو کې هر زورور شی ورته خدای يا ديوتا ښکاريدو. د وخت په تيرېدو يې خدايان زياتېدل، د باران خدای، د سمندرخدای، د مرګ خدای… په مصر کې کابو د دوه زره دوه سوو خديانو عبادت کيدو. مګر بيا هم لمر (اتون) تر ټولو ستر او واحد خدای و. فرعون د آتون خدای استازی او د خدای او خلکو په منځ کې يې د تثليث يا دريمګړي رول درلود. فرعون په نړۍ کې د خدای زوی او ښه ديوتا يادېده، له مرګ وروسته يې تلپاتي ژوند په برخه کيدو او په عظيم ديوتا بدليدو، نو عوام خواران مجبور وو چې د دوی بندګي يې کړې وای او د دوی خدايي يې په ټيټه غاړه منلې وای.

انسانانو دا خدايان چې د دوی د فکر او تصور زېږنده وو، دومره قوي او ځواکمن کړل، چې د دوی په هر څه کې يې لاسوهنه کولی شوای، د خدايانو د خوشحالولو لپاره به داسې کړنې او قربانۍ ترسره کيدې چې خدايان يې لا غټول او وحشي کول. 

 له هغه وخته راهيسي دا دی زرګونه کلونه تېر شول، مذهبونو کې اصلاحات او بدلون راغی، د ډېرو خدايانو ځای يو خدای ونېو، مګر بيا هم ګورو چې موږ د يو خدای بندګۍ ته نه پرېښودل کېږو، پر موږ لا هم د ډېرو خدايانو خدايي چلېږي. دا خدايان اوس له تصور او فکر نه راوتلي دي، د ژونديو او وحشي بنيادمانو په تنو او څيرو موجود دي، دوی دومره زورور او متکبر دي چې د ستر خدای څادر ته يې لاس اچولی دی. زموږ عقيده ده چې مرګ او ژوند مو د الله ج (ستر خدای) په لاس کې دی، مګر اوس ګورو چې زموږ مرګ د ټولنې د ډېرو خدايانو په لاس کې دی، که څوک د دې خدايانو له جوړو کړو اصولو سرکشي او پای کشي وکړي، دوی يې دستي پر مرګ محکومولی شي. بيا په پوره سپين سترګۍ د خپلو خونونو او مرګونو بار ځان ته نه، ستر خدای ته ورتړي، دوی د فرعونيانو غوندې ځانونه د خدای استازي ګڼي او د دوی په اند دا کارونه هم د ستر خدای په خوښه او مشوره کوي؛ نو خلک مجبور دي چې له ستر او واحد خدای نه سرغړونه وکړي او له ډېرو خدايانو سره اړيکه جوړه کړي، ځکه چې د دوی رضايت د ستر خدای رضايت او د ځان ساتلو ضمانت دی.

زموږ د ټولنې خدايان انسانان په دې ګواښي او وژني چې د ستر خدای حق يې نه دی ادا کړی، دوی حقوق العبد تر پښو لاندې کوي او پر حقوق الله باندې انسانان وژني، پر هغه څه چې حساب کتاب يې بايد يوازې ستر خدای ج واخلي او جزا هم هغه ورکړي، دوی د حشر له لويې ورځې څخه مخکې پر انسانانو قيامت راولي، په بې رحمۍ يې وژني، خو په دې يې قهر نه سړېږي، له وژلو وروسته يې بيا ستر خدای ته ورسپاري او له هغه هم غواړي چې د جهنم اور ته يې وروغورځوي.

 ابراهيم ع نمرود ته وويل چې ژوند او مرګ زما د خدای په واک کې دی. نمرود ورته وويل چې دا واک خو له ما سره هم شته، هغه چې پر مرګ محکوم و ازاد يې کړ، چې بې ګناه و په دار يې کړ. ابراهيم ع ورته وويل: زما رب خو لمر له ختيځه راپورته کوي، ته يې له لويديځه راپورته کړه. دې منطق ته چې نمرود بې ځوابه شو، ابراهيم يې د اور له عذاب سره مخ کړ. زموږ د ټولنې خدايان هم نمرود ته ورته دي، د مرګ او ژوند واک ټول له دوی سره دی، که څوک ورسره د ابراهيم ع غوندې منطق غږوي، نو ځای يې پر دنيا او عقبی اور اوعذاب دی.

که څه هم د يونان خدايانو له مصر او نورو خدايانو نه توپير درلود، خو بيا هم پکې ډېر خدايان وو، مګر په دې ډېرو خدايانو کې د اپالو په نامه خدای هم و چې ژوند ته يې ښکلا او معنا وربښله. دا جالب خدای د موسيقۍ، شعر، طب او هنرونو خدای ګڼل کيده، کله چې اتن له سپارتا سره په اوږده جګړه کې ښکېل شو، د خلکو مغز جنګ وځپل، فلسفه او تعقل پکې داغداره شو، نو د سقراط انحراف او د خدايانو پر وړاندې يې بغاوت هم و نه منل شو، او پر مرګ محکوم شو. زموږ ټولنه هم چې اوږدو جګړو ځپلې ده، تعقل او تعلم پکې زيانمن شوی دی، که څوک د دې خدايانو پر خلاف خبره وکړي، نو لرې نه ده چې د سقراط له عاقبت سره دې مخ نشي.

نو چې: 

د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم   ـ   لويه خدايه زه به چا چا ته سجده کړم.  

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب