یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د پوځي اصطلاحاتو لنډ تعریفونه (درېیمه برخه) – دولت وزیري

د پوځي اصطلاحاتو لنډ تعریفونه (درېیمه برخه) – دولت وزیري

جګړه (محاربه):

د دوو دښمنو ډلو تر منځ وسلوال ټکر ته جګړه وايي. یا د لویو جزوتامونو له خوا د دښمن په مقابل کې د وړو جزوتامونو يا د قطعاتو کارول، د بریا او د سیمو د نیولو په خاطر  ته جګړه وايي.

په یوه حرب (جنګ) کې کیدای شي په لسګونو جګړې شاملې وي.

جبهه:

د هغو ځواکونو لومړي خط یا سیمې ته، چې له دښمن سره په جګړه کې وي، جبهه وايي.

عمق:

هغه سیمې ته چې د یوه جزوتام یا لوی جزوتام محاربوي نظام په کې ځای پر ځای وي، عمق وايي.

د بېلګې په توګه په مدافعه کې د یوه تقویه شوي پلي کنډک لپاره عمق کېدای شي پنځه کیلومتره وي.

غاړې یا جناح:

د جزوتامونو د محاربوي نظام د دواړو خواو غاړو ته غاړې یا جناح وايي.

شا یا عقب:

د جزوتامونو د محاربوي نظام وروستي خط ته شا یا عقب وايي.

تجمع یا تحشد:

د جنګ له سیمې لیرې د ځواکونو ټولېدو ته تحشد وايي. په دې شرط چې ځواکونه یو له بله سره په اړيکه کې وي، د یوه او بل ملاتړ وکولای شي او ستر واخفا وي.

تحشد یا تجمع د دې لپاره ستراتيژيک اهمیت لري چې د جنګ لپاره د پلانونو جوړول او احضارات په کې ترسره کېږي.

هغه عوامل چې پر تحشد یا تجمع تاثیر لري:

. د ځواکونو احتمالي استعمال،

. د دښمن د ځواکونو احتمالي حرکت یا برید،

. د لارو شرایط،

کېدای شي حرکت د هوا، ځمکې، د اوبو له لارې او یا د ریل په واسطه ترسره شي،

. د ځمکې جوړښت یا عوارض،

.هغه وخت چې د تجمع لپاره اړتیا وي. د دښمن د هوايي او ځمکنيو بریدونو په مقابل کې د مدافعې شرایط.

.د دې لپاره چې تحشد په سمه توګه تر سره شي اړینه چې وخت يې کم وي، تر څو د دښمن د احتمالي بریدونو مخه ونیول شي. په تحشد کې سترواخفا ځانګړی اهمیت لري.

د جنګ یا حرب پرنسیبونه:

هغه قواعد یا اصول چې د پخوانیو جنګونو د مطالعې او تجربو پر اساس حاصل شوي وي، د حرب پرنسيپونه ورته وايي. د همدغو قواعدو او اصولو پر اساس محاربوي. فعالیتونه تنظمېږي.

. د جنګ یا حرب اساسې پرنسیبونه:

. هدف

. یرغل یا تعرض د دښمن د له منځه وړلو په خاطر

.د ځواکونو تسليمولو

. ثقلت

. مانور

. باصقین

. د پلان ساده والی

. امنيت

او مورال هم د حرب په پرنسیبونو کې راځي.

د هدف په هکله د حرب پرنسیب:

د حرب نهايي هدف د دښمن د قوتونو له منځه وړل دي.

د دې لپاره چې د جنګ هدف په سمه توګه په لاس راشي اړينه ده چې ځینې فرعي هدفونه هم د له منځه وړلو د پاره وټاکل شي او هغه کیدای شي په دې ډول وي:

د دښمن حکومتي اداري، کارخانې او صنعتي سیمې، کانونه، لارې، د اومه موادو ذخيرې او د هغو جزوتامونو له منځه وړل دي، چې احتمالا د دښمن له ځواکونو سره به مرسته وکړي.

سره د دې هدفونو، اصلي هدف د دښمن اردو او وسله وال ځواکونه دي چې باید له منځه یووړل شي. تر څو چې د دښمن اردو له منځه لاړه نه شي، دښمن د جنګ قوت له لاسه نه ورکوي.

د حرب په پرنسیبونو کې چې یو بل پرنسیب په ځانګړي توګه د اهمیت وړ دی هغه د پلانونو ساده والی دی. هر څومره چې پلانونه ساده او اسانه وي په هغه اندازه يې تطبیق اسانه وي.

د همغږي او یا تشریک مساعي پرنسیب هم د خورا اهميت وړ دی، تر څو چې د ټولو ځواکونو تر منځ بشپړه همغږي او یا تسریک مساعي نه وي، د بریا تمه مشکله ده. د یوه لاسه د امر او قوماندې اجرا هم خاص اهمیت لري.

د يرغل او یا د دښمن د له منځه وړلو پرنسیب هم باید په سمه توګه وټاکل شي، هغه قوماندان چې په پوځي هنر پوه وي، په سمه توګه د تعرض وخت او د له منځه وړلو اپاره هدف ټاکي.

د مانور پرنسیب هم په بريا کې مرسته کوي که په سمه توګه تر سره شي، د دښمن په ځپلو کې ښه مرسته کوي.

د مرکز ثقل پرنسیب د دې لپاره تر سره کېږي چې اساسي قوت راټول او د قطعي نتیجې د لاس ته راوړلو لپاره تر سره کیږي.

د تصرف پرنسیب چې د هرې لارې وي د دښمن په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د باصقین پرنسیب په ناڅاپي توګه داسې ترسره کېږي چې دښمن يې هيڅ په تمه نه وي. په باصقین کې محرميت او سرعت ځانګړي اهمیت لري.

د امنيت پرنسیب د دې لپاره مهم دی چې د دښمن د باصقین سره مخ نه شي، په دې برخه کې موثق اطلاعات او محاربوي کشف ډېر اهمیت لري.

2 COMMENTS

  1. جنرال صاحب سلامونه او ښې هیلې مې ومنئ. که لطف وکړئ د اردو او پولیسو د افسرانو رتبې او د هغوی معادل انګلیسي رتبې په یوه لیکنه کې واضح کړئ. مننه

  2. جنرال صیب، مننه . ستاسې د علمي پراختیا او محاربوي ښوونې څخه.
    زه د مهربانۍ له مخې یوه غوښتنه لرم، او هغه دا چې آیا فکر نکوې چې همدا روزنه او مالومات به د دښمن په ګټه تمام شي، ځکه چې زه ډاډمن یم چې زموږ ملي پوځ همدا محاربوي روزنه او لارښوونه ترلاسه کوي، خو هغه ترهګر چې د دې خاورې دښمن دی، دا زده کړې به وکولای شي چې هغوی ته لا پوهه ورکړي، او زموږ د نظام په وړاندې به بریالۍ او منظمه مبارزه وکړي.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب