جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د افغان ځواکونو ځانګړي او صفري قطعات لا غښتلي کیږي

ولسمشر غني: د افغان ځواکونو ځانګړي او صفري قطعات لا غښتلي کیږي

تاند (سه شنبه د سرطان ۱۵) د افغان وسله وال پوځ علی سرقومندان ویلي چې د افغان ځواکونو ځانګړو او صفري قطعاتو ته تازه جلب و جزب روان دی چې دا ډلې به لا پیاوړي کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې د کابینې په غونډه کې د وروستیو سیاسي بدلونونو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز، د وسله وال پوځ او په ځانګړي ډول د ځانګړو قطعاتو، کومانډو او صفر لرونکو قطعاتو ته د جلب و جذب په اړه خبرې کولې وویل:

“بشپړ باور ولرئ چې شته ګواښونو ته په پام امنیتي او دفاعي ځواکونه ته د استقامت ورکولو لپاره منظم پلان په نویو بڼو تر لاس لاندې دی. د هوايي ځواک ټولې اړتیاوې سنجول شوې، صفر لرونکي قطعات چې زموږ تر ټولو غوره قطعات دي دوباره مجهز شوي او په ډېره پیاوړې روحیه او لوړ مورال کار کوي او د نورو درې زرو تنو د جلب و جذب چارې هم روانې دي.”

ولسمشر زیاته کړه، دا قطعات متحرک دي، ورته هوایي او ځمکني تجهیزات او امکانات او زرهي وسایط برابر شوي چې قاطع عملیات کوي او بېرته خپلو مرکزونو ته راګرځي. زموږ ځانګړي قطعات دوباره منظم شوي او د کمانډو پر قطعاتو کار روان دی.

د ولسمشري ماڼۍ د مالوماتو له‌مخې، ولسمشر د افغان سولې روانو خبرو ته په اشارې ویلي، هیڅ راز معامله او د تسلیمېدو اراده موجوده نه ده، موږ باعزته ژوند کوو او نن د غیرت، عزم او ارادې ورځ ده.

هغه زیاته کړې، که طالبان فکر کوي چې له موږ تسلیمي اخلي، په سلو کلونو کې به یې هم دغه ارمان پوره نشي. د وینې بهېدو او ویجاړۍ مسوولیت د طالبانو او د دوی د ملاتړو په غاړه دی.

ولسمشر غني: هېواد کې د روان ناورین اصلي لامل طالبان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب