جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: هېواد کې د روان ناورین اصلي لامل طالبان دي

ولسمشر غني: هېواد کې د روان ناورین اصلي لامل طالبان دي

تاند(سه شنبه، د سرطان ۱۵) ولسمشر غني وایي چې هیڅکله به کومې معاملې ته تسلیم نه شي.

نوموړي نن له والیانو سره په یو انلاین کفرانس کې ویلي چې که چېرته طالبان فکر کوي چې دوی به ورته تسلیم شي نو په سل کاله به هم خپل دې ارمان ته ونه رسېږي.

نوموړي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې ویلي چې د وینې بهېدنې او ویجاړیو پړه د وسله والو طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر غاړه ده ځکه چې په خبره یې، دوی د سولې لپاره پام وړ هڅې کړې دي خو طالبان یوازې پر جګړه باور لري.

ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د سولې لپاره د دوی اراده ټولو ته روښانه ده او په هېواد کې د تلپاتې او با عزته سولې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

بلخوا طالبانو په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی دی چې په پایله کې یې تر سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا هم کوي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې چې دا طرحه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب