Homeخبرونهد کندز ښار د ماسټر پلان لومړني سړک د جوړېدو چارې پیل...

د کندز ښار د ماسټر پلان لومړني سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

تاند (سه شنبه د سرطان ۱۵) په داسې حال کې چې طالبان د کندز د مرکز او علي اباد ولسوالۍ پرته د دې ولایت د ټولو ولسوالیو د نیول کېدو ادعا کوي، خو ځايي چارواکي وايي جګړه هېڅکله د دوی د کارونو مخه نه شي ډپ کولی.

د کندز ولایت د مطبوعاتو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندز ښار د ماسټر پلان د لومړني سړک د جوړېدو کار پيل شو.

د خبرپاڼې له مخې د کندز سرپرست والي نجیب الله عمرخیل وویل، دوی خپلې دندې ته ژمن دي او په وینا یې که ولسي خلک له چارواکو سره همغږي ولري، جګړه د ټولګټو او نورو پرمختیايي پروژو مخه نه شي نیولی.

ښاغلي عمرخیل زیاته کړه، «دا چې دکندوز ولسونو غوښتنې ته لومړیتوب ورکړشو او د ماسټرپلان عملي کار هم په قوت سره پيلیږي نو پکار ده چې ښاریان يي هم په تطبیق کې هر ډول همکارۍ ته چمتوالی ولري.»

د کندز ولایت د مطبوعاتو دفتر وايي، د دې ولایت سرپرست والي پرطالب وسله والوغږ وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د افغانانو د هوساینې لپاره کار وکړي.

د چارواکو په خبره د کندوز ولایت د ماسټرپلان لومړۍ برخې سړک د جوړېدو چارې به په ۱۴ میاشتوکې بشپړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...