Homeخبرونهپاکستان: تورخم دروازه پرانستل شوې خو روغتیایي لارښوونې باید مراعت شي

پاکستان: تورخم دروازه پرانستل شوې خو روغتیایي لارښوونې باید مراعت شي

تاند(سه شنبه، د سرطان ۱۵) تورخم دروازه د ټولو هغو افغانانو او پاکستانیانو پر مخ خلاصه ده چې غواړي خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کړې دي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې تورخم لار دغه راز د محصلینو، ناروغانو او د ټولو سوداګریز او ترانزیتي توکو پر مخ خلاصه ده.

صادق خان یادونه کړې چې په ټولو مواردو کې باید د کورونا وبا اړونده مقررات مراعات شي.

د ویلو ده چې وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي وو چې پاکستان د کورونا وبا د پراختیا مخنیوي لپاره تورخم دروازه له محصلینو پرته د ټولو مسافرو پر مخ تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...