یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهلوګر کې د جمهوریت او افغان پوځ په ملاتړ لاریون: طالبان دې...

لوګر کې د جمهوریت او افغان پوځ په ملاتړ لاریون: طالبان دې له تخریبي کړنو لاس واخلي

تاند (سه شنبه د سرطان ۱۵) د لوګر د ولایتي شورا غړي او یو شمېر اوسیدونکي وايي، اجازه نه ورکوي، چې وسله وال طالبان د پردیو په اشاره په دې ولایت کې عامه پروژو او د عامو خلکو ژوند ته زیان ورسوي.

دوی پرون دوشنبه په لوګر کې د جمهوریت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ غونډه کې راټول شوي و، وویل، چې وسله وال طالبان دې د تخریب او جنګ پر ځای د ابادۍ او سولې لپاره کار وکړي.

دغه لاریونوال چې په مرکز پل علم ښار کې راټول شوي و د ولایتي شورا یو شمېر غړي، قومي مشران، ځوانان او مېرمنې په کې ګډون درلود.

لاریونوالو په هېواد کې روانې جګړې ته په اشارې وویل، چې روانه افغان وژنه دې ودریږي او بهرني هېوادونه په ځانګړې ډول پاکستان دې په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي.

د افغانستان په چارو کې د مداخلې ګوته ځکه پاکستان ته نیول کېږي چې افغان چارواکو په وار وار ویلي پاکستان د سولې په برخه ریښتینی نه دی او نه یې په دې برخه کې عملي ګامونه اخیستي دي.

خو پاکستاني چارواکي بیا وايي چې دوی د افغان سولې پروسه کې همکاریو ته ژمن دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي د لاریون په ترڅ کې وویل، چې وسله وال طالبان دې عامه تاسیسات نه ورانوي او خلک دې هم د عامه شتمنیو په ساتلو کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه، په هر حالت کې د ټولګټو پروژو د ویجاړۍ مخه نیسي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې تخریبي کړنې ترسره کړي.

د  لوګر والي عبدالقیوم رحیمي بیا وایي چې وسله وال طالبان لا هم د حکومت کولو په روحیه نه دي روزل شوي او له تخریبي فعالیتونو یې لاس نه دی اخیستی.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، «په برکي برک کې د مسجد قالینې غلا شوې، په ازره ولسوالۍ کې زیات شیان چور او تالان شول، نو چې راغلی یې خدمت کوې، راشه خدمت وکړه ودانۍ ولې نړوې، له دې مالومیږي، چې تخریب ته دې کار ویلی او د خدمت هېڅ پلان نه لرې.»

د لوګر ولسونه داسې مهال د افغان سرتېرو په ننګه راووځي چې په ګن شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته غونډې شوي او ولسي پاڅونوالو د افغان پوځ په ملاتړ او د وسله والو طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب