جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماانیل کپور: برېت پرېښودل د پښتنو نښه ده، زه هم د پښتون...

انیل کپور: برېت پرېښودل د پښتنو نښه ده، زه هم د پښتون زوی یم

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲ مه)  د هندوستان باليووډ سینما مخکښ او ډېرو مینووالو څښتن انیل کپور وايي، برېت پرېښودل د پښتنو نښه ده او دی خپله د پښتون پلار زوی دی ځکه یې برېتونه پرېښي دي.

انیل د بالیووډ مخکښ اداکار دی چې عمر یې له ۶۵ اوښتی؛ مګر لا هم خلک ورته ۲۰ کلن ځوان وایي.

هغه له یوې هندي رسنۍ سره په خپله مرکه کې د برېتو په اړه وايي، برېت د پښتنو نښه ده او هغه په خپله هم د پښتون پلار زوی دی، نو ځکه یې برېت پرېښي دي.

انیل کپور په دغه مرکه کې زیاتوي چې د هغه پلار او نیکه په پېښور کې زېږېدلي و، دوی د پېښور و او پښتانه و، پلار او نېکه یې هم برېتونه لرل او هغه هم برېتونه لري.

د انیل کپور ترڅنګ د باليووډ فلمونو ډېر مشهور لوبغاړي پښتانه دي او بار بار یې په خپلو مرکو کې ویلي چې ویاړي د پښتنو له قوم څخه دي.

دا پښتانه اداکاران ډېری د پېښور او ځینې يې د افغانستان په نورو ولایتونو کې زېږېدلي او یا یې هم نیکونه هند ته تللي دي.

د انیل کپور کورنۍ اوس د باليووډ سینما یوه مشهوره کورنۍ ده.

د هغه د کورنۍ ډېر غړي په فلمونو کې کار کوي، د نوموړي لور سونم کپور او زوی هرشوردن کپور هم په فلمونو کې کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب