جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوسلوالو د کابل پغمان ولسوالي کې ۵ تنه عام وګړي وژلي

وسلوالو د کابل پغمان ولسوالي کې ۵ تنه عام وګړي وژلي

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲ مه ) د کابل امنیتي چارواکي په پغمان ولسوالي کې د پنځو تنو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، دا پېښه تېره شپع د پغمان ولسوالي په ارغندي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په وینا، تېره شپه ناوخته د کابل پغمان ولسوالي اړوند په ارغندې سیمه کې پنځه تنه چې له خپلو کورنیو سره تر یوه واده وروسته کورونو ته روان و، د وسلوالو لخوا لومړی تښتول شوي او بیا وروسته وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي او هېڅ یو کومه حکومتي دنده نه درلوده.

که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسلوالو طالبانو کار بولي، خو یادې ډلې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د کابل ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د جنایي پېښو راپورونه ورکول کېږي؛ خو د کابل پولیس بیا د وضعیت د کابو کولو ډاډ ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب