جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزتاریخشېرعلي خان | بشیر احمدریان

شېرعلي خان | بشیر احمدریان

شيرعلي خان د اميردوست محمدخان له کشرو زامنو څخه و، د امير شيرعلي خان نوم په تاريخ کې د لومړى ځل لپاره هغه وخت ياد شوى کله چي اميردوست محمد خان په کلکته کې نظربند و، هملته دى هم ورسره او د ځوانې په نوې پوړ کې و.

شيرعلي خان له کلکتې څخه د امير دوست محمد خان تر راستنېدلو وروسته تل له هغه سره و، اميردوست محمد خان هم ډير اعتماد پرې کاوو او ډير مهم مسؤليتونه يي ورسپارل، کله چي اميردوست محمدخان د هرات د نيولو لپاره هوډ وکړ ، امير شيرعليخان ته يي چي په کندهار کې و، احوال ورکړ تر څو د هرات په لوري وړاندي لاړشي.

 امير شيرعلي خان له کندهار څخه راووت، فراه يي له ميرافضل خان څخه ونيوله او له دوست محمدخان سره يوځاى شو، دوست محمد او شيرعلي هرات ته ولاړل او د هرات ښار يي محاصره کړ، د هرات والي سلطان احمدخان کلک مقاومت وکړ ، هغه مهال چي دوى هرات په محاصره کې نيولى وو، د سلطان احمدخان مېرمن د شيرعلي خان سکه خور او د دوست محمدخان لور په هرات کې وفات شوه.

په همدې مهال چي هرات لانه وو، تسليم شوى؛ دوست محمدخان خپل زامن ،سرداران او اميران سره راټول کړل، هغوئ ته يي په خطاب کې وويل: “لکه څرنګه چې ما په کابل کې محمد عليخان د هغه د پلار په ځاى وليعهد کړ او توره مي يې تر ملا وتړله او ستاسو ښاغلو حضور ته مي په خطاب کې وويل چي شيرعليخان زما ځاى ناستى دى، نن چي زه يوې سختې ناروغۍ نيولي يم، غواړم سردار شيرعلي خان خپل ځاى ناستى وټاکم، تاسو څه پکې واياست؟ اميرانو شيرعلي خان ومانه او مبارکې يې ورکړه.

له هغه وروسته يې په خپل لاس اميرشيرعلي خان ته پګړۍ ورپه سرکړه، توره يي تر ملا وروتړله او د مشرانو او کشرانو زامنو ترمخ يي يي ورته د لښکر د اميري منصب ورکړ.” اميردوست محمدخان د ١٢٧٨ سپوږميز کال د ذوالحجي په ۱۷ وفات شو، د وصيت سره سم شيرعلي خان د واک پر ګدۍ کښېناست. کله چي شيرعلي خان پاچا شو ، په کندهار کې امين الله خان، په شمالي ولايتونو کې محمد افضل خان، په فراه کې شريف خان والي وو.

د هغو دواړو وروڼو که څه هم له شيرعلي خان سره بيعت نه وو کړى خو د هغه پاچهې يي منله. محمداعظم خان د افضل خان کشر ورور غوښتل، واک له امير شيرعلي خان څخه واخېستل شي او محمدافضل خان ته ورکړل شي، د همدي لپاره يي له لومړى سره له بيعت څخه نټه کوله، خو سيدجمال الدين افغاني چي د ده (محمداعظم) استاد وو، دى مجبور کړ، چې ورسره بيعت وکړي. محمداعظم خان په ښکاره بيعت وکړ خو په پټه د موقعې په انتظار وو. اعظم خان له هرات څخه محمدافضل خان ته ورغى، هغه يي بغاوت ته وهڅاوو، خو هغه يي خبر ونه منله، محمداعظم خان مجبوراً د زرمت لور ته ولاړ، ويي غوښتل هلته د بغاوت بيرغ پورته کړي. خو عين په همدې حال کې شيرعلي خان خپلو وروڼو ته احکام او د بيعت کولو پيغام واستاوو، محمدشريف او محمد افضل خان بيعت وکړ، خو محمدامين خان ورته څه ځواب ورنه کړ. شيرعليخان له هرات څخه د کابل په لور روان شو، په لاره کې محمداعظم خان له يوه ټولۍ سره ترې جلا او هزاره جات ته يي پناه يووړه، شيرعليخان د هزاره جات حاکم ته امر وکړ ، ترڅو هغه له هرات څخه وباسي، د هزاره جات خلکو محمد اعظم خان او د هغه ملګري له هزاره جات څخه واېستل. محمداعظم خان شيرعليخان ته د بښنې احوال ورولېږه، خو شيرعليخان په ځواب کې ورته وليکل چي که چيري په رښتيا هم په خپلو کړنو پېښمانه يي، نو دربار ته خپله راشه، محمداعظم خان دربار ته ورغى، بښنه يي وغوښته او خپل زوى محمدسرور يي د يرغمل په توګه له شيرعلي خان سره پرېښود. په لغمان کې محمدعليخان نجلي بغاوت وکړ خو د محمدعليخان له لوري وځپل شو.

محمداعظم خان د افضل خان د پارولو لپاره هغه ته يو پيغام واستاوو، خو هغه پيغام شيرعلي خان ګير کړ، محمد افضل خان ته يي احوال واستاوو ، ترڅو له بغاوت لاس په سر او محمداعظم خان ورته وسپاري.

افضل خان ځواب ورنه کړ، شيرعلي خان يي په مقابل کې لښکرکښې وکړه ، محمدعليخان يي مخکې واستاوو ، هغه د هندوکش د باجګاه په سيمه کې محمد افضل خان ته ماتې ورکړه او له شيرعلي خان څخه يي هدايت وغوښت. شيرعلي خان محمد افضل خان نظربند او د غزني په لوري يي واستاوو.

عبدالرحمن د افضل خان زوى چي د خپل پلار د تسليميدلو واوريدل، د بخاراپه لوري ته وتښتېد. شيرعليخان کابل ته راوګرځېد، په کابل کې له پټې توطئي څخه چي غړي يي محمداسلم ،محمدسرور او جلال الدين خان وو ، خبر شو. محمد سرور يي وباخښه او جلال الدين محمد افضل ته ورغى.

 محمدسرور له کابل څخه وتښتېد او له محمدامين سره چي په کندهار کې وو ، يوځاى شو. شيرعليخان د امين الله خان د ارامولو لپاره د کندهار په لوري لښکر  ولېږه، د لښکر مشر محمدعليخان د شيرعليخان زوى و. د کندهار ښار ونيول شو، خو محمدعليخان او امين الله خان دواړه په همدې جګړه کې ووژل سول. شيرعليخان د ورور او وراره په وژل کېدلو ډير خواشینى شو او په خرقه شريفه کې يي يوازېتوب غوره کړ. اميرعبدالرحمن خان چي په بخارا کې د موقعې په لټه کې و، د اميرشيرعلي په ګوښه نشیني خبر او له بخارا څخه د افغانستان شمال ته راغى، هلته محمداعظم خان ورسره يوځاى د کابل په لوري وخوځېدل، کابل يي ونيو. شيرعليخان د کابل په نيولو خبر شو، په بيړه يې لښکر تيار کړ او د کابل په لوري وخوځېد، د وردکو په سيمه کې د عبدالرحمن لښکرې ورسره مخامخ شوي، شيرعلي خان ماتې وخوړه او د کندهار په لوري يې شاتګ وکړ. عبدالرحمن خان خپل پلار محمدافضل خان د غزني له زندانه خلاص او کابل ته يي راوست، هلته يې د پاچا په توګه اعلان کړ. (١٢٨٣ س) په دې توګه د شيرعلي خان څلورنيم کلن لومړى سلطنت پاى ته ورسېد. شيرعلي خان له غزني څخه کندهار ته راوګرځېد، د لښکر په چمتو کولو بيا د کابل په لور وړاندې لاړ، د کلات په سيمه کې د عبدالرحمن او محمد اعظم خان له لښکرو سره مخامخ شو ، په جنګ کې يي ماتې وخوړه او هرات ته ولاړ.

عبدالرحمن خان د کندهار له نيولو وروسته بيرته کابل ته راغى، شيرعلي خان د خپل زوی په مرسته د پوځ له تيارولو وروسته د مېمني له لارې مزارشريف ته ولاړ ، له هغه ځايه يې غوښتل په کابل حمله وکړي، خو عبدالرحمن خان يې مخې ته ورغى او د بازارک په سيمه کې چي د پنجشير له توابعو څخه ده، جنګ وکړ. د شيرعلي خان سرلښکر ووژل سو او لښکر يي ماتې وخوړه.

 په همدې  ١٢٨٤ سپوږميز کال محمد افضل خان وفات او پر ځاى يي ورور محمداعظم خان کښېناست. محمداعظم خان عبدالرحمن خان شمالي سيمو ته واستاوو او امر يې ورته وکړ تر څو مېمنه محاصره کړي، عبدالرحمن خان په شمالي کې و چې يعقوب خان د شيرعلي خان زوى د کندهار په لوري پرمختګ پيل کړ، په هلمند کې يې محمدسرور خان د اعظم خان زوى ته ماتې ورکړه، سرور د کندهار په لوري په شا شو ، خو يعقوب خان تعقيب کړ ، سرور غزني ته وتښتېد او يعقوب خان کندهار ونيو . شيرعلي خان محمدهاشم په کندهار کې پرېښود او خپله د کابل په لوري پرمخ ولاړ ،په غزني کې د اعظم خان له قواوو سره مخامخ شو ، د اعظم خان قواوو ته يې ماتې ورکړه، اعظم خان د باميان لور ته ولاړ هلته له عبدالرحمن خان سره يوځاى شو ، عبدالرحمن خان او محمداعظم خان بيا لښکر تيار او د شيرعليخان د مخې نيولو لپاره راوخوځېدل. شيرعلي خان محمداعظم خان ته له ماتې ورکولو وروسته د کابل په لوري وړاندې ولاړ، کابل ته نژدې د عبدالرحمن له قواوو سره مخامخ شو ، جنګ وشو ، عبدالرحمن او محمد اعظم خان ماتې وخوړه ،د ايران په لوري وتښتېدل او شيرعليخان د کابل په نيولو د دوهم ځل لپاره په پلاز کښېناست. (د١٢٨٥ دروژې مياشت ، ٧ سپتمبر ١٨٦٨ز) د شيرعلي خان ډير رقيبان له مېنځه تللي وو، محمداعظم خان ايران ته وتښتېد او هلته مړ شو ، عبدالرحمن خان د ډېري بېوسۍ په حالت کې بخارا ته پناه يووړه. شيرعلي خان د ميدان په صافېدلو مدني پرمختګ ته پاملرنه وکړه، پوځ يي تنظيم کړ، د داخلې چارو په سمبالولو لګيا شو چي لوى مرستندوى يې سيد جمال الدين افغاني و، جمال الدين افغاني تل د افغانانو د يووالي او پرمختګ لپاره هڅې کولي، شيرعلي خان ته يي پلانونه ورکړل او ورڅخه ويې غوښتل چې عملي بڼه ورکړي، سيدجمال الدين افغاني چې د ستر يرغلګر ځواک (انګريزانو) لوي مخالف و، شيرعلي خان تشويق کړ، چې افغانان د علم په ګېڼه سمبال او انګريزانو سره وجنګيږي. شيرعلي خان د داخلې چارو تر څه ناڅه سمون وروسته له انګريزانو څخه وغوښتل چې په رسميت یې وپېژني.

خو انګريزانو ناغيړي کوله، هغوئ نه دا چي دى يي په رسميت نه پيژاند بلکې هغه مرستې چي د دوست محمدخان د وخت په تړون کې يي کول لازمې وو، اوس نه کولي. شيرعليخان مجبوراً د روسيې لوري ته پاملرنه وکړه، د انګريز سفير پر ځاى يي روسي استازى ومانه ، له هغوئ سره يي تړونونه وکړل، انګريزان چي په اوضاع پوه شول، له شيرعلي خان سره يې د بيا تړون کولو ژمنه وکړه، خو اوبه تر ورخه اوښتې وي، شيرعلي خان روسي استازى نه شواى ځوابولاى، انګريزانو د دې لپاره چي يوار بيا افغانان تر خپل نفوذ لاندي راولي، په دوهم يرغل لاس پوري کړ. شيرعلي خان د انګريزانو د يرغل له امله مزارشريف ته شاته شو، هلته په دې هيله چي روسيه به يې کومک وکړي، خپل خارجه وزير ملا شاد محمدخان کتب خيل لوګرى يې روسيې ته واستاوو، خو روسانو له انګريزانو سره د جنګ پلان نه درلود نو له همدې امله يي د شيرعليخان له مرستې څخه نټه وکړه.

شيرعلي خان په ډير مايوسانه حال کې د نقرس د ناروغۍ له امله د ١٢٩٦ د صفري په ٢٩ نېټه چي د ١٨٧٩ ز د فبروري له مياشت سره سمون خوري، په ٥٨ کلنۍ وفات شو. شيرعلي خان د افغانستان له سترو باچهانو څخه دى، که څه هم ځېني اشتباهاتو يې افغانستان ته د لسيزو تاوان ورساوو، خو بياهم ده د افغانستان د چارو د لاښه سمون لپاره ډير کار وکړ ، وزراتونه يې جوړ کړل، هغوئ ته يې په پښتو نومونه ورکړل، د سيدجمال الدين افغاني په مرسته يې د خلکو د رابيدارولو او د علم د خورولو لپاره هڅې پيل کړې، هغه نومونه چي د بعضو وزارتونو او پوځې منصبونو لپاره په پښتو ورکړل شوي وو ، ځېني په دې توګه دي:

لوی ملک (دماليې وزير) لوی مين دباندې (د بهرنيو چارو وزير) لوى مين دغرو (داخله وزير) ، لوی ټول مختار (لومړى وزير) او داسې نور …. شيرعلي خان هيواد په پنځو لويو ولايتونو ويشلی و: ١- کابل ولايت ٢- کندهار ولايت ٣-هرات ولايت ٤- افغاني ترکستان ٥- فراه ولايت.

د شيرعلي خان د حکومت مشهور چارواکې:

١- سيد نورمحمدشاه ٢- حبيب الله خان وردک ٣- ارسلاخان جبارخيل ٤- عصمت الله خان غلجی ٥- ميرزامحمد حسن خان ٦- حسين علي پنجشيري ٧- احمدعلي خان چغتايي.

د امير شيرعلي خان په وخت کې د ميرزاعبدالعلي له خوا “د شمس النهار” په نوم جريده په ١٦ مخونو کې خپريدله، همدا شان د انګريزي هند او انګلستان ټول جرايد او اخبارونه شيرعلي خان ته راتلل. په لنډه توګه ويلاى شو چي شيرعليخان که څه هم ځېني غټې اشتباوې وکړې خو يو پوه واکمن، بريالي سرلښکر او عالم شخصيت و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب