Homeخبرونهد دیني مدرسو او جوماتونو په ګډون ټول افغانستان کې جدي بندیزونه...

د دیني مدرسو او جوماتونو په ګډون ټول افغانستان کې جدي بندیزونه وضع شول

تاند (شنبه د جوزا ۲۲) د افغانستان د حج او اوقافو وزارت دې هېواد کې په دیني مدرسو او جوماتونو کې د روغتیایي سپارښتنو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

ددغه وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي، دا چې کورونا وبا انساني ټولنې سختې زیانمنې کړې دي نو د هېواد د دیني او علمي مرکزونو مسؤلیت دی چې د خلکو خوندي کولو ته پاملرنه وکړي.

د اعلامیې له مخې د جماعت لمنځونه دې په ازاده فضا کې ترسره کېږي، درسي حلقې دې د وضعیت تر ښه کېدو رخصت کړل شي، د جمعې په لمنځونو او خطبو کې دې ټولنیز واټن مراعات شي او د دستاربندۍ او دې ته ورته مراسمو له جوړولو دې ډډه وشي.

دغه وزارت له دیني علماوو او د مدرسو له استادانو غوښتنه کړې چې د کورونا وبا په هکله دې خلکو ته پوهاوی ورکړي او په دې توګه ددې وژونکې وبا د ختمولو لپاره له خپل ولس سره همکاري ډېره کړي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت وایي، د کورونا ویروس درېیمه څپه د اوج کچې ته د رسېدو په حال کې ده او پېښې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

دغه وزارت د کووېډ-۱۹ساري ناروغۍ د مهارولو لپاره سر له نننه شنبه/ د جوزا ۲۲مه په ټول هېواد کې د اړوندو ادارو په همغږۍ جدي بندیزونه اعلان کړل.

د نویو بندیزونو له مخې باید د هېواد په سطحه ښوونیز او تحصیلي مرکزونه، د ودونو د تالارونه، ورزشي مرکزونه، کلپونه او حوزونه باید تړلي وي.

دغه راز عمومي ځایونو کې د ماسک تړل هم جبري شوي او د دولت هغه مامورین به له کورونو کار کوي چې له ۵۵ کلونو زیات عمر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...