چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت دې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل...

بښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت دې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل کړي

تاند(شنبه د جوزا ۲۲) د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت غوښتي چې په دې هېواد کې دې د کورونا ناروغانو لپاره د اکسیجن د نشتون ستونزه په جدي توګه حل کړي.

یاد سازمان ویلي، افغان حکومت باید د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د کورونا ضد واکسین او نور تجهیزات برابر کړي.

د یاد سازمان له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او په وینا یې د تېر یو کال راهیسې افغان حکومت بېړنیو حالاتو سره د مبارزې لپاره کافي چمتووالی نه دی نیولی.

د بښنې نړیوال سازمان په داسې مهال له افغان حکومت د اکسیجن د برابرولو غوښتنه کوي چې په ډېرو روغتونونو کې اوسمهال د اکسیجن د نه شتون له امله ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

بل لور ته بیا تېره ورځ ازبکستان هېواد له افغانستان سره د ۱۰۰۰ بالونه اکسیجن مرسته اعلان او نن سهار حیرتان بندر ته راورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب