چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې له سپرلیو ډکه یوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې

ننګرهار کې له سپرلیو ډکه یوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲) د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه کېښتۍ له سپرلیو سره په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د ننګرهار ولایتي مسوولان وایي،دغه کېښتۍ چې خلک یې لېږدول د بهسودو ولسوالۍ اړوند، ګردي کڅ سیمه کې د کونړ سیند په اوبو کې ډوبه شوې.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند وېب پاڼې ته وویل، چې په کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه سپاره وو.

نوموړی وایي، تر دې دمه ییو ماشوم ژغورل شوی او د نورو د ژغورلو هڅې روانې دي.

خو بل لورته ځایي خلک بیا وايي، چې تر ۱۵ تنه په کښتۍ کې سپاره وو او په اوبو کې د کېبل د شکېدو له امله په اوبو کې ډوب شوي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې له عامو خلکو ډکه یوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې وه، چې وروسته یې ټول سپرلي د عامو خلکو له لوري وژغورل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب