چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد نورستان ولایت په یو ځنګل کې اور لګیدلی

د نورستان ولایت په یو ځنګل کې اور لګیدلی

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲ مه)  د نورستان ولایت ځایي چارواکي د دې ولایت په یو ځنګل کې د اورلګېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د والي ویاند سعید مومند وایي، اور له تېرې شپې راهیسې تر اوسه لګیدلی چې دوی یې د مړ کولو هڅې پیل کړې دي.

نوموړی وایي، له تیرې شپې راهیسې د نورستان د نورګرام ولسوالي اړوند شام درې د غرونو برخې او کورګل سیمه کې اورلګیدلی چې له امله یې د ځنګل ځینې برخې سوځیدلي دي.

مومند د اورلګیدنې د لامل په اړه ناخبري ښایي خو زیاتوي چې د ځایي قومي مشرانو او خلکو په مرسته یې هڅې پیل کړي چې اور قابو کړي.

د نورستان د والي ویاند سعید موموند زیاتوي : « د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالي شام درې غرونو او کوګل سیمو کې اور لګیدلی چې دا سیمه ډېره لرې ده، مګر موږ د ځایي قومي مشرانو په مرسته هڅې پیل کړي چې اور ژر مړ کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د نورستان ولایت ډېره برخه ځنګلونه دي چې له امله یې دا ولایت د ملي پارک په نوم هم نومول شوی او په دې وروستیو کې د سیلانیانو پام هم ور زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب