جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان پر مسایلو هم بحث کیږي

د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان پر مسایلو هم بحث کیږي

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۲ مه)  راپورونه وایي، د ناټو سرمشریزه چې دوه ورځې وروسته د جون میاشتې په ۱۴ نیټه جوړیږي د افغانستان پر مسایلو به هم پکې بحث وشي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د دې سازمان په سرمشریزه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم بحث کېږي.

سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه پوځي تړون د ملاتړ ډاډ ورکړ.

نوموړی وايي په افغانستان کې د ناټو پوځي حضور پای ته رسیږي خو له افغان ځواکونو او خلکو یې ملاتړ دوام مومي.

دوی د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره داسې مهال کوي چې د سېپتمبر تر ۱۱ مې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وځي چې له دې سره هم مهاله جګړه هم توده شوې ده.

د دغو جګړو په ترڅ کې د دواړو لوریو ترڅنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو راپورنه هم ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب