جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+سبا به لمر تندر ونیسي

سبا به لمر تندر ونیسي

تاند- سبا د جون په لسمه به په شمالي نیمکُره کې د لمر تندر یا کُسوف ولیدل شی.

لمر هغه مهال تندر نیسي چې سپوږمۍ د لمر او مځکې ترمنځ برابره شي او په نتیجه کې یې پر مځکه سیوری غوړېږي چې د لمر د رڼا یوه برخه پټېږي.

د نیویارک د طبیعي تاریخ د موزیم د نجومي علومو متخصص جکي فاهرتي وايي، د دې لپاره چې سږ کال په داسې حال کې لمر تندر نیسي چې له مځکې څخه د سپوږمۍ واټن تر بل وخت زیاته ده نو د لمر نیولو له کبله به د سپوږمۍ شاوخوا ته د اور په شان کړۍ په شمالي قطب، ګرینلنډ او کاناډا کې زیاته ولیدل شي خو د امریکا، اروپا او اسیا اوسېدونکي به د لمر تندر یوه برخه وویني.

اټکل شوی چې لمر سبا د ګرینویچ په وخت د سهار په لس بجې او اووه دقیقې تندر ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...