چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeکلتورفرانسوي لیکوال د بوکر جایزه وګټله

فرانسوي لیکوال د بوکر جایزه وګټله

تاند- د بوکر سږنۍ نړیواله ادبي جایزه فرانسوي ناول لیکوال دیوید دیوپ ته ورکړل شوه.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د بوکر ادبي جایزه، چې په انګلیسي ژبه ژباړل شویو اثارو ته ورکول کېږي، سږ کال په لومړي ځل یوه فرانسوي لیکوال ته ورکړل شوه.

د بریتانیا د دې مهمې ادبي جایزې لپاره د دیوید یوپ او د ده د اثر د امریکايي ژباړنې انا الیزابیت موس کواکس ترڅنګ د چیلي، هالنډ، ارجنټاین او روسیې لیکوالان هم کاندید وو.

دیوید یوپ ته دا جایزه د ده د ناول، چې «د شپې، د ټولو وینو رنګ یو شان دی» نومېږي، په خاطر ورکړل شوه.

دا ناول د یوه سینګالي سرتېري کیسه ده چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د فرانسې لپاره جنګېږي، خو وروسته له دې چې د کوچینوالي یو ملګری یې د جبهې په لومړۍ کرښه کې ووژل شي، په عصبي ناروغۍ اخته کېږي او لیونی کېږي.

د بوکر نړیواله جایزه هر کال یوه بهرني ناول ته، چې له بریتانیا بهر او په انګلیسي ژبه نه وي لیکل شوی، ورکول کېږي. دا جایزه، چې ۵۰ زره پونډه ده، نیمايي لیکوال او نیمايي ژباړن ته ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب