چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې خبرو پر چټکتیا هوکړه وشوه

د افغان سولې خبرو پر چټکتیا هوکړه وشوه

تاند (چهارشنبه د جوزا ۱۹) تر اوږدې مودې وروسته د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي پر افغان سوله غږېدلي.

د افغان حکومت او طالبانو ویاندویان وايي چې په دې غونډه کې د سولې روانې پروسې پر چټکتیا او د مذاکراتو د دوام لپاره د اجنډا پر موضوعاتو خبرې شوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي، «تېر ماښام د مذاکراتي ټیمونو د مشرانو او یو شمېر غړو ترمنځ ناسته وشوه. په ناسته کې د مذاکراتو په چټکتیا او د اجنډا د موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.»

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت مذاکره کوونکي پلاوي هم په یوه اعلامیه کې ویلي، «تیر ماښام د بین الافغاني مذاکراتو د هیئتونو د مشرانو او یو شمیر غړو تر منځ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکتیا او د اجنډا باندې تفاهم وشو.»

باید وویل شي چې دواړه لوريو له کوچني اختر مخکې په یوه ناسته کې هوکړه کړې وه چې د سولې خبرې به روانې ساتي، خو له نږدې یوه میاشتني ځنډ وروسته یې بله غونډه وکړه.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې د امریکا په ګډون، ملګرو ملتونو هم د سولې خبرو چټکتیا او د یوه نوي بهیر پیل غوښتی.

سیمې ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي سفر یوه موخه هم دا ښودل شوې چې افغان او طالب مرکچي پلاوي وهڅوي، څو د سولې خبرې پیل کړي.

تمه کېږي چې ښاغلی خلیلزاد به په لنډ وخت کې دوحې ته ولاړ شي او هلته به له دواړو پلاویو سره له نژدې وګوري.

افغان مرکچي او طالب پلاوي داسې مهال د خبرو مېز ته سره کېني چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې د ټولو هېوادونو څخه د دې پروسې په ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی.

نوموړي د امریکا کانګریس ته په تازه لېږلي لیک کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په خبره یې د سولې د پروسې بشپړ ملاتړی دی.

دده په وینا امریکا د افغان حکومت او افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده او په بېلو برخو کې به همکاري ورسره کوي.

جو بايډن همدا راز څرګنده کړې چې  د افغانستان د سولې مسئله د امریکا له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او په وینا یې د سیمې د هېوادونو همکاري هم په دې برخه کې اړینه ده.

ولسشمر جوبایډن د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په تېره له پاکستان غوښتي چې د سولې له روانې پروسې سره صادقانه همکاري وکړي او په دغه هېواد کې دې د جګړې د ختمولو په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب