چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمسؤلان: په ټول هېواد کې د کورونا ۱۸۴۳ تازه پېښې ثبت شوي

مسؤلان: په ټول هېواد کې د کورونا ۱۸۴۳ تازه پېښې ثبت شوي

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۱۹) د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وبا ۱۸۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۵۱ کسان مړه شوي هم دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۵ زره او ۸۹۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۳۵۶ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی، چې د یادې وبا د درېیمې او خطرناکې څپې د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د کورونا د ناروغانو د زیاتوالي له امله په یوشمېر روغتونونو کې د اکسیجن کمښت خلک اندېښمن کړي.

خو روغتیا وزارت ویلي، چې ډېر ژر به په هغو روغتونونو کې د اکسیجن د کمبود ستونزه حل کړي، چې پر کورونا اخته ناروغان پکې بستر دي.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، د یو شمېر ولایتونو په روغتونونو کې یې له وړاندې د اکسیجن د تولید دستګاوې فعالې کړې او په نږدې لسو نورو ولایتونو او روغتونونو کې به تر یوې اونۍ پورې نورې دستګاوې هم فعال کړي.

نوموړي وویل، د کورونا ناروغۍ ګواښ ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او راتلونکې څلور اونۍ لا د دغه ویروس اوج ته رسېدو لپاره پاتې دي.

د کورونا درېیمه څپه؛ ښايي په یو شمېر ولایتونو کې محدودیتونه وضع شي

1 COMMENT

  1. د عامی روغتیا و زارت میاشتو میاشتو دمخه د اکسیجن د تامین وظیفه یونیسیف او نړیوال روغتیایی سازمان ته ورکړي خو هغوی هیڅ نه دی کړي او د کرونا په دغو شرایطو کې هغوی رخصت دي او هغه کارکونکی چی باید د اکسیجن تامین سرته ورسوی په خار او داخل کی په چکرونو او سیاحت بوخت دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب