Home+د پاکستان سوپر لیګ نن ماښام پیلېږي

د پاکستان سوپر لیګ نن ماښام پیلېږي

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۱۹) له کورونايي ځنډ وروسته د پاکستان سوپرلیګ یا پي اېس اېل نن ماښام پيلېږي.

د یاد لیګ د شپږم پړاو پاتې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې ترسره کيږي،چې نن ماښام یې لومړۍ لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ده.

دا لوبه د پې اېس اېل لیګ ۱۵مه لوبه ده، چې د افغانستان په وخت به ۸:۳۰ بجې پیل شي. له دې وړاندې ۱۴ لوبې یې په پاکستان کې ترسره شوې خو د کورونا له امله بیا وځنډېدې.

د نن ماښام دواړو لوبډلو ۴-۴ لوبې ترسره کړې او ۳-۳ لوبو کې یې بریا خپله کړې ده.

اوسمهال په یاد لیګ کې لوبډلې په درجه بندۍ کې په دې ډول قرار لري.

کراچۍ کېنګز  لومړۍ، پېښور زلمي دویم، اسلام اباد یونایټیډ درېيم او لاهور قلندرز څلورم دي، چې ټولې لوبډلې ۶-۶ نومرې لري.

دغه راز ملتان سلطانز او کوټه ګلیډیټرز بیا دوه دوه نومرې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...