پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهچارواکي: لغمان کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي

چارواکي: لغمان کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي

تاند (چهارشنبه د جوزا ۱۹مه) د لغمان ولایت په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې ۱۶ طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند سیدمقصود، رسنیو ته په لیږل شوو مالوماتو کې ویلي چې افغان ځواکونو په الیشنګ ولسوالي کې د طالبانو د هاوان د یو نښان ويشتونکي په ګډون ۱۲ طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

په مالوماتو کې راغلي چې ملي اردو ځواکونو بیا همدا تېره شپه د پادپښ ولسوالي په اړوند سیمه کې هم د موخیزو عملیاتو پر مهال یو طالب وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

بل لور ته بیا نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په الیشنګ ولسوالي کې پر طالبانو هغه هاوان چاودنه کړې چې غوښتل یې د ولسوالي پر تعمیر یې وتوغوي.
ځایي چارواکي وایي، پېښه کې درې طالب وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه لغمان کې دوی ته د یادې مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...