جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبغلان کې پر ماین پاکانو برید؛ ولسمشر غني: طالبان د خلکو ژوند...

بغلان کې پر ماین پاکانو برید؛ ولسمشر غني: طالبان د خلکو ژوند ژغورونکي په نښه کوي

تاند (چهارشنبه د جوزا ۱۹) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په بغلان ولایت کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې وسله والو طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام بېګاه شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې یو شمېر کارکوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ښاغلي غني د ماین پاکانو، د خیریه موسسو، ښوونځيو، جوماتونو، ښوونکو او محصلینو په نښه کېدل بشري ضد جنایت بللی دی.

ولسمشر څرګنده کړې چې طالب ډله ځکه په ټول هېواد کې ماین پاکان په نښه کوي چې هغوی لویې لارې، کروندې او کلي له ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکوي او په دې توګه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي سبب ګرځي.

ورته مهال په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن دغې برید ته په اشارې ویلي چې پر بشري کارګرانو برید، پر خلکو برید دی او آن اسلامي ارزښتونو ته پوره بې پامي ده.

نیکولسن زیاته کړې، هغه څوک چې افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، باید تر نړیوال بشردوستانه قانون لاندې خوندي شي.

د بغلان ولایت د پولیسو په وینا چې په دغه ولایت کې تېره شپه د هیلوټرسټ په نوم د ماین پاکۍ پر یوې موسسې حمله کې لس تنه ماین پاکان وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان دي.

‎د دغه ولایت د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت وايي، طالبانو ژمنه کړې وه چې د خیریه موسسو په کارکوونکو به برید نه کوي، خو په وینا یې چې دغې ډلې خپله ژمنه عملي نه کړه او تېره شپه یې د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ په شېخ جلال سیمه کې د ماین پاکۍ پر یوه کمپ حمله وکړه چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

‎د ښاغلي بشارت په خبره، دغه ماین پاکان دا ورځې په مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو کې د خښ شویو ماینونو پر شنډولو بوخت وو.

‎د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې دا حمله څو وسله والو طالبانو کړې او یاد شمېر ماین پاکان یې په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلي او ټپیان کړي دي.

‎د دغه وزارت ویاند طارق ارین هم وايي چې طالبانو وړاندې د خیریه موسسو د خونديتوب خبره کړې وه، خو په خبره یې یو ځل بیا دغه ډلې په بې ګناه او خیر رسوونکو کسانو حمله وکړه.

‎خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، د دوی د څېړنو له مخې دا حمله څو نقاب لرونکو کسانو کړې او په خبره یې دا سیمه د دوی په کنټرول کې نه ده او یاده حمله غندي.

‎دا لومړی ځل نه دی چې د ماين پاکۍ په شان د خیریه موسسو پر کار کوونکو برید کېږي، وړاندې تردې هم د سرې میاشتې پر کار کوونکو، بې پولي ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو، ښوونکو او واکسیناتورانو باندې ورته حملې شوي، خو ښايي په ډله ییز ډول او دا شان یې لومړی ځل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب