چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد زابل جګړه؛ ځایي خلک وایي طالبان د کلات تر دروازې رسیدلي

د زابل جګړه؛ ځایي خلک وایي طالبان د کلات تر دروازې رسیدلي

تاند (چهارشنبه د جوزا ۱۹مه) د زابل ولایتي شورا او د یاد ولایت اوسیدونکي د دې ولایت د امنیتي حالت په اړه اندېښنې لري.

هلته ځایي خلکو رسنیو ته ویلي چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه تر مرکز کلات رسیدلې او دوی د دغه ښار د سقوط وېره لري.

دوی ویلي، وسله وال طالبان د کلات په دروازه کې د عامو خلکو د موټرونو پلټنه کوي، امنیتي کمربندونه له ښاره معلومېږي او د امنیه قومنداني پر ودانۍ ډزې کوي.

د دې ولایت اوسیدونکي له مرکزي حکومت څخه غواړي چې زابل ولایت او تر ډیره دې د مرکز کلات امنیتي وضیعت ته پاملرنه وکړي، اضافي سرتېري دې ور ولیږي او پر طالبانو دې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي.

رفیع الله او مریم اخلاقي چې د مرکز کلات د خرواریانو د سیمي اوسیدونکي دي رسنیو ته یې ویلي، د جګړې له امله يې د کورنۍ غړي په وېره کې دي او که حالت همداسې دوام وکړي نو ډېرې کورنۍ به له سیمې کډي کولو ته مجبورې شي.

د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان، هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې د مرکز کلات د امنیت په اړه د خلکو اندېښني تاییدوي او په خبره یې چې طالبان هڅه کوي د دې ولایت مرکز ته دننه شي.

په همدې حال کې د زابل امنیه قوماندان جنرال محمد ویس صمیمي د دغه ولایت د اوسیدونکو امنیتي اندیښنو ته په ځواب کې ویلي چې دوی تر پخوا ډیر پیاوړي شوي او خلک دې د مرکز کلات د سقوط وېره نه کوي.

صمیمي زیاته کړې: “وضعیت کاملاً سم دی، په ساحه کې هېڅ ډول ستونزه نشته، موږ خپلو وطنوالو ته دا ډاډ ورکوو چې ملي امنیتي ځواکونه په خاص ډول پولیس د دې وطن د ساتنې لپاره پوره هوډ لري او موږ تر پخوا خپل سنګرونه ټینګ ساتلي او ساتو یې.”

د زابل امنیتي چارواکي په داسې مهال د امنیت ډاډ ورکوي چې په تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت شنکۍ ولسوالي په بشپړه توګه سقوط او د شاجوې ولسوالي بازار او شااوخوا سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې.

د زابل له جګړې تر دا مهاله دواړو لورو او ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

2 COMMENTS

  1. دا هم په یاد ولری چی زابل به لمړنی ولایت وی چی د طالبانو لاس ته ولیږی. دا یو پلان دی چی د جنوب غرب د حوزې سیمی باید طالبانو ورکړل شی. غوره به دا وی چی خلک پکی مړ نشی او دا سیمی بدون له جنګه طالبانو ته حواله شی. غنی باندی نور حساب مکوی په تاریخ تر ټولو ډارن او بزدله انسان دی ضرور نده چی نور د غنی څخه دفاع وکړو.

  2. د زابل ستونځه خو ستونځه نه ده! تکتیکی شاتګ به وکړي! او بیا به یې په سل چنده زیاتو تلفاتو او مصارفو بیرته ونیسي!
    زمونږ یو متل دی : یويې و شکاوه(چور کړ) تر هغی وروسته وتښتید! زم نږ دولت به هم کلات او زابل تر چور او سقوط وروسته خپل زورونه را ښکاره کړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب