پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهاماراتو افغانستان ته تلونکې ایټالیايي الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه

اماراتو افغانستان ته تلونکې ایټالیايي الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۲۰) د ایټالیا حکومت وروسته له دې پر متحده عربي اماراتو اعتراض وکړ چې دغه هیواد یوې ایټالیايي الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه.

په الوتکه کې خبریالان او پوځي چارواکي سپاره وو چې په هغو مراسمو کې ګډون وکړي چې له افغانستانه د ایټالیايي پوځیانو د وتلو په مناسبت په پام کې نیول شوي وو.

خو له دې کبله چې متحده عربي اماراتو په خپلو هوايي ډګرونو کې الوتکې ته د کښېناستو اجازه ورنه کړه، ایټالیايي الوتکه مجبوره شوه چې د سعودي عربستان په دمام هوايي ډګر کې کښېني او بیا له هغه ځایه د افغانستان په لور روانه شي.

له دې پېښې وروسته د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې په روم کې یې د متحده اماراتو سفیر عمر عُبید الشمسي د اعتراض لپاره احضار کړ.

د ایټالیا د ملکي خدماتو رييس د اماراتو سفیر ته د اعتراض د څرګندولو ترڅنګ وویل چې د دغه هیواد دا پرېکړه د پوهېدو وړ نه ده.

د ایټالیا خبري اژانس دا موضوع د خپل هیواد له هغې پرېکړې سره تړلې وبلله چې د روان کال په لومړیو کې یې متحده عربي اماراتو ته د وسلو پر صادراتو له دې کبله بندیز ولګاوه چې دا هیواد د یمن په جګړه کې ښکېل دی.

ایټالیايي رسنۍ وايي چې د افغانستان په هرات ښار کې د ایټالیايي پوځیانو د وتلو مراسم جوړ شول خو الوتکه په ځنډ ورورسېده.

په مراسمو کې د ایټالیا دفاع وزیر او همداراز د ایټالیا پوځي قوماندانانو، چې له نورو الوتلارو افغانستان ته تللي وو، برخه واخیسته.

ایټالیا په افغانستا ن کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۹۰۰ سرتېري لرل.

په همدې حال کې په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پرون وویل چې تراوسه پورې په سلو کې ۵۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي.

د دې معنا دا ده چې اوس په افغانستان کې د ټولو امریکايي پوځیانو شمېر تر ۱۵۰۰ لږ دی.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اپریل د ۱۴ نېټې له اعلان سره سم، ټول امریکايي پوځیان باید د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه ووځي خو امریکايي قوماندانان وايي چې د دوی ځواکونه به د جولای تر نیمايي پورې له افغانستانه وتلي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب