سه شنبه, مې 21, 2024
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

درېیم څپرکی
۱۳مه برخه
يپتليان (۴۲۵ ز – ۵۶۶ )
استاد شهسوار سنګروال
موږ د کنشکا د زامنو يادونه وکړه، ولې د ده له اولادې پرته نورو کوشاني واکمنو هم د کوشاني ټبر واکمنۍ لا وغځوله، چې موږ په دې لړ کې د دې کورنۍ يو نامتو تن «واسوديوا» VASUDEVA يادولی شو، چې له «هوويشکا» وروسته يې د خپل واک لمن پراخه کړه.
په ټوله کې کوشاني شاهانو ان د «۲۲۵» ز کال تر شاوخوا پورې حکومت وکړاو د د وۍ دی د واک او ځواک په تړا و، دنړۍ ګڼشمېر لرغون پو هانو،تا ریخ پېزندونکو اوختیځپو ها نوپه ګد ه ،
په ۱۹۱۳ ز کال يو لوی کنفرانس په لندن کې جوړ شو چې څو ټکي پکې ډېر د پام وړ وو:
لومړی د کوشانيانو، ساکانو او يپتليانو د زوازت، په اړه انګېرنې وې، چې دوی ټول يانې د سيتي ټبر بېلابېلې څانګې وګڼلې .دويمه خبره پکې دا وه کله چې کنشکا واک ته ورسېد، د ګريکو بوديک هنر پالنه د ده د واکمنۍ په مهال څومره د پام وړ وه؟
د ګڼ شمېر لرغونپوهانو په لړ کې OLDEM BERG اولديم بيرګ، دولفه پوسن DOLPA – POSAN، رپسن J. RAPSON، شتين STEIN، کنو S.KNOW او نور د يادولو وړ دي.
شتين او پلويان يې پدې اند دي چې کنشکا د ۱۲۵ ز کال په شاوخوا کې واکمن وه او ده بوديزم ډېر پاله. يو شمېر بيا په دې فکر دي چې ۷۸ ز کال، دی واک ته ورسېد. دريمه ډله انګېري: «که چېرې داسې وي نو ساکان خو بيا همدغه کوشانيان دي، چې د هندوکش په جنوب کې خواره واره شول.»(۱
د ساکي او کوشاني څانګو په لړ کې يو بل سيتي ښاخ يپتليان دی. دوی لکه د نورو اسيايي قومونو په څېر يو نامتو قوم وه چې چينيانو دوی د «اپتا EPTA» او «يټا YETA» په نوم ياد کړي دي.
د برتانيا دايرة المعارف the British Encyclopedia له قوله د يپتليانو ريښه «اپتل Aptl» يا هيپتل Haptal ده.
په عربي کې د «هيطل» په نوم چې جمع يې «هياطله» ښودلې ده ليکل شوی دی. په سنسګريت کې د «سيته ادنا» په نوم چې څېړونکو او ژبپوهانو د «خارجي سپين پوستي» مانا ترې اخستې ده. نو ځکه خو يو شمېر تاريخپوهانو «سپين هونان» نوم (هپتال = ايپتال = هياطله = هيطل = ايپتل = ابدل) هم ورکړی دی.
دغه ټبر له مينځنۍ اسيا نه را پورېووت او د باختر، تخار او هندوکش شمالي ځمکو کې ودان شول او په ۴۲۵ ز کال يې په تخار کې د يوه حکومت بنسټ کېښود.
يپتاليان په داسې مهال واک ته ورسېدل چې د افغانستان شمال لوېديځې سيمې د ساسانيانو په ولکه کې وې.
يپتليان هم په څو ډلو وېشل کېدل، چې يوه نامتو ډله يې د «زاولي» په نوم يادېده او دوی له کندهاره راواخله ترغزني پورې اباد شول نو ځکه خو اوسنی زابلستان (زابل = زاول) ته زاولستان هم وايي.
د دوی لومړنيو دوه واکمنو هريو «افتايلتو» او «مهرپور» له ساسانيانو سره جګړه وکړه، خو د ساساني واکمن بهرام ګور نه يې په مروه کې ماته وخوړه.
ولې د بل ځل لپاره يې د پنځمې پېړۍ په نيمايي کې د پارس د بهرام زوې دويم يزدګرد ته د مرغاب په سيمه کې سخته ماته ورکړه.
د يپتليانو نامتو پاچا «اخشنور» نومېده او په ۴۶۰ زېږدي کال پاچا شو. ځنې تاريخپوهانو دی د «اخشوان» په نوم هم ياد کړی دی،چې په تخاري ډبرليکونو کې د پاچا په مانا راغلی دی.
د يزدګرد له ماتې او مرګ نه وروسته يو ځل بيا ساساني واکمن فېروز په شمالي خراسان بريد وکړ. نه يوازې فېروز ماته وخوړه، بلکې خپل زوی يې «قباد» له اخشوان سره يرغمل پرېښود او لوړه يې وکړه چې د فارس واکمن فېروز به يپتليانو ته باج او خراج (کلنګ) هم ورکوي.
فېروز د تړون په خلاف بيا په يپتليانو بريد ورکړ، ولې په دغه بريد کې پېروز (فېروز ۴۵۷ – ۴۸۴ ز) ووژل شو او لور يې د اخشوان لاس ته ورغله او بيا يې خپله مېرمن کړه.
ساساني واکمنو بيا ژمنه وکړه چې يپتليانو ته به پرته له کومې سرغړونې باج او ماليه ورکوي.
د فېروز زوی قباد چې له يپتليانو سره يرغمل وه، د دوی په مرسته بيا واک ته ورسېد (۴۹۹ ز).
په دغه وخت کې د يپتليانو د واک څلور خواوې داسې وې:
لوېديځ ته د پارس ځمکې (د ساسانيانو غښتلې پاچاهي يې لاندې کړه)، ختيځ پلو ته ختن تر چين پورې، جنوب ختيځ ته هند (ګوپتا کورنۍ يې وځپله) او په ټوله کې اريايي هېواد د يپتليانو د ټولواکمنۍ برخه وه، چې د ټولو ايالتونو شمېر يې څلورويشتو ته رسېده.
له اخشوان وروسته د دې کورنۍ نامتو او پياوړی واکمن «توره منه»Tura mana نومېده. نوموړي د هند ځمکې لاندې کړې د ګوپتا کورنۍ يې ولړزوله او د هېواد پلازمېنه يې سيالکوټ (ساکالا) Sakala وټاکه.
لرغونپوهانو چې د هند کوم ډبرليکونه لوستي دي په دوه ډبرليکونو کې د دغه زاولي (زابلي) مشر توره من نوم هم ياد کړی دی.
«اخشنور د ايران له نيولو وروسته له کاپيسا نه نيولې ان تر پېښوره پورې ځمکې لاندې کړې. کيداريان ختيځې برخې ته په شا شول او د افغانستان سياسي يووالی ټينګ کړ.
له ده وروسته «تورا مانا» پاچا شو، د هندوستان پنجاب يې ونيوه. د ده زوی «مهراګولا = ميهيره کوله Mihirakula= ميرکول» واک ته ورسېد او د پرلپسې جګړو له امله يې د هندوستان پياوړی حکومت ړنګ کړ، چې نه يوازې د ګوپتا کورنۍ ماته وخوړه، بلکې ګوپتايان په سيمه ييزو واکمنو ووېشل شول.»(۲
ځنې څېړونکې د ميهيره کوله نوم په اړه وايي دا «سوچه پښتو دی مير (لمر) – کول – (کهول) کورنۍ يانې د لمر له کهاله، چې د بدخشان په يوه ليکلې دري تذکره کې يې نوم په دري مهرپور ترجمه شوی دی.»(۳
يپتليانو لکه څنګه چې د ساسانيانو واک په ټول ايران کې کمزوری کړ او په سيمه ييزو واکمنيو ووېشل شو ،دا رنګه يې په هند کې هم د ګوپتايانو ټولواکمنۍ ووېشله.
ولې په ۵۲۸ ز کال د هند سيمه ييزو حکومتونو خپل يووالی ټينګ کړ او د يوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې ميهيره کولا = (مهرا ګولا) ماته وخوړه او د سند او کشمير لور ته په شا شو.
له دې نه وروسته يپتاليان کمزوري شول او د افغانستان شمال او لوېديځ هم تر ګواښ لاندې راغی چې په پای کې ساسانيانو او تُرکانو افغانستان ته مخه کړه.
د ځنې کندنو له مخې داسې برېښي، چې د يپتاليانو په مهال نه يوازې بودايي مذهب وده و نه کړه، بلکې د ځوړتيا په لور روان شو. ان تر دې چې د يپتلي واکمن لخوا يو شمېر مزدکونه له مينځه لاړل او پلويان يې ووژل شول.
د خيرخانې د کوتل په شاوخوا کې چې کومې پلټنې شوې دي داسې ښکاري چې يپتليانو د «لمر» لمانځنه کوله دا ځکه، کوم توکي چې ترلاسه شوي دي د زېږدي پنځمې پېړۍ پورې اړه لري.
«د هپتاليانو د ژبې او فرهنګ اثار په افغاني ژبو (پښتو – دري) او نورو کې پاتې دی چې يوه نښه يې د خان لقب دی… همدارنګه د ولس (ملت)، جرګه (دشورا مجلس)، يرغل (ايلفار)… سهاک (ساکه)… ابدالي (هپتالي)… دوی اورتونونه او رڼا ته درناوی درلود… د دغه مهال د سور يا لمر د مزدکونو اثار د خيرخانې په کوتل کې هم موندل شوي دي…»(۴
د فرانسې نامتو ختيځپوه «مارکورات» په ۱۹۷۳ ز کال د ختيځې او لوديځې مهالنۍ په لومړۍ او دويمه ګڼه کې د زابل د سرو زرو تاج په اړه کښلي دي چې د زاول (زابل واکمني په کندهار او هيرمند (هلمند) کې پراختيا او پرمختيا ومونده.
هيون څانګ چې کله له هند نه بېرته راوګرځېد «ارونا» پر غره يې د«سونا» مزدک تر سترګو شوی وه چې له کاپيسا نه ۲۳ ميله واټن درلود.
ويل کېږي دا همغه مزدک دی چې له سرو زرو جوړ وه او سترګې يې د ياقوتو وې او د زابلستان سونا ګير ته وړل شوی وه.
«د سبکتګين له واکمنۍ د مخه پښتانه لويکان (لاويک = لويک) چې د زاولي (زابلي) کورنۍ په نوم هم کله کله په تاريخونو کې راغلي دي،
چې لاويک او يا لويک يپتلي نومونه دي چې د «يفتلي زاولي» په نوم هم ځای ځای ياد شوي دي.
هغه وخت چې يپتاليان هلمند ته ورسېدل او د کندهار په سيمه کې د «اور ښار»زمينداور ونيو نو د «کابل، زابل» (کاول، زاول) نوم پراخ شو.»(۵) ( نوربیا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب