جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهزرګونو پاکستانیانو سعودي ته د تلو لپاره کابل ته مخه کړې

زرګونو پاکستانیانو سعودي ته د تلو لپاره کابل ته مخه کړې

تاند(پنجشنبه، د جوزا۵) په پاکستان کې د کورونا وایرس د پېښو له زیاتېدو او دې هیواد ته د عربي هیوادونو د هوايي شرکتونو د الوتنو له ځنډېدو وروسته ګڼ شمېر پاکستانیانو سعودي عربستان ته د تلو لپاره کابل ته مخه کړې ده.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دې لپاره چې په پاکستان کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې ډېرې شوي، دا هیواد په هغه تور لیست کې شامل شوی چې د کورونا وبا پېښې پکې خورا ډېرې دي. له همدې کبله دې هیواد ته الوتنې درول شوې دي خو زرګونه پاکستاني کارګر، چې غواړي بېرته سعودي عربستان ته لاړ شي افغانستان ته ځي او په دې هیله چې له کابله به سعودي عربستان ته لاړ شي په دغه هیواد کې لږترلږه دوې اوونۍ انتظار باسي.

فرانس پریس اژانس وايي، په تېره یوه میاشت کې لسګونو زرو پاکستانیانو په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارته ترانزیت وېزې اخیستي دي.

د اژانس پر اساس، سلګونه پاکستانیان د وېزې د ترلاسه کولو لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مخته شپې رڼې کوي.

د هغو کسانو لپاره، چې په سعودي کې د کار جواز لري، ځانګړې الوتنې پیل شوي چې له سړي سر څخه ۱۳۰۰ ډالره کرایه اخلي.

په کابل کې د کورونا د ټیست پر مرکزونو هم بیروبار ډېر شوی. د یوه مرکز ډاکتر صدیق الله صافي وویل، افغانستان ته د پاکستانیانو راتګ د خلکو له اقتصادي کاروبار سره مرسته کوي ځکه چې هغوی دلته سوداوې اخلي، په هوټلونو کې شپې کوي، ټکسي کاروي او د کورنا ټیسټونه کوي.

پاکستانیان هم وايي چې په اوله کې یې د امنیت له درکه اندېښنه لرله خو اوس چې کابل ته راغلي، هیڅ راز اندېښنه نه لري ځکه هیڅ ستونزه نه شته.

د لاهور اوسېدونکی شهاب صدیقي، چې د برېښنا انجنیر دی وايي، د کابل له لارې سعودي ته سفر په دې ارزي چې که ګرانه هم تمام شي ځکه چې دی له سعودي څخه د میاشتې له پنځوس زره تر یولک پاکستاني روپۍ خپل کور ته لېږلی شي.

د فرانس پریس پر اساس، پاکستانیان له عربي هیوادونو د کال څو ملیارد ډالره خپل هیواد ته لېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب