Homeخبرونهد کونړ والي له یوې چاودنې روغ ووت

د کونړ والي له یوې چاودنې روغ ووت

تاند – ‏د کونړ د والي محمد اقبال سعید پر موټريز کاروان د جلال اباد ښار اړوند اتمه ناحیه کې چاودنه شوې.

د ننګرهار ولایتي چارواکي هم د پېښې پخلی کوي او وايي چې پر والي اقبال سعید نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا سیمه کې د سرک غاړې ماین چاودلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وايي، د کونړ والي له پېښې روغ وتلی خو د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاتوي، “متاسفانه د کونړ والي صيب په تعقيبي موټر د بهسودو شاه برهان اغا سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې خوشبختانه د سر زيان نلري.”

د یادونې ده چې نن سهار هم په یاده سیمه کې د کامې د ولسوال په موټر چسپکي ماین چاودلی و چې له امله یې د والسوال په ګډون درې تنه ټپیان شوي.

تر اوسه د دغو پېښو مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...