Homeخبرونهمحسن داوړ: طالبان که افغانان وي، د پاکستان لپاره دې خپل خلک...

محسن داوړ: طالبان که افغانان وي، د پاکستان لپاره دې خپل خلک نه وژني

تاند(پنج شنبه، د جوزا ۶) د پاکستاني پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر پېښې په یاد جوړې شوې پراخې غونډې ته په خبرو کې پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي.

محسن داوړ له طالبانو پوښتلي دي چې که چېرته په رښتیا هم د اسلام لپاره کار کوي نو ودې وایي چې اسلام په افغانستان کې ډېر قایم دی او که په پاکستان کې.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، دا ډېره عجیبه ده چې طالبان په پاکستان کې جګړه ناروا ګڼي خو په افغانستان کې بیا خپلې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي.

داوړ زیاته کړې، چې د طالبانو پر افغانیت شک لری، ځکه د ده په وینا، که طالبان افغانان وي نو بیا ولي د پاکستاني جنرالانو په وینا په افغانستان کي جګړه مخته وړي او افغانان وژني.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یو ځل بیا د پښتنو پر وړاندې د پاکستان پر ظلمونو توندې نیوکې کړې دي.

نوموړي په شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې یوې پراخې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې ویلي چې پاکستان له کلونو راهیسي د پښتنو پر وړاندې ظلمونه روان کړي دي خو هیچا یې هم پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی.

پښتین د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دا غونډه یې د خړ کمر پېښې په یاد جوړه کړې ده او هدف یې دا دی چې یو ځل بیا د پاکستان شریرو استخباراتي ادارو ته ورپه یاد کړي چې دوی د خپل سر په بیه د خپل قوم او وطن ساتنه کوي.

د ویلو ده چې دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د شمالي وزیرستان دته خېلو سیمې په خړ کمر کې د پاکستاني ځواکونو د ‌ډزو له امله ۱۵ کسانو خپل ژوند وبایلل او ۲۵ نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...