جمعه, فبروري 6, 2026
Home+په جنسي تیري محکوم افغان له سویډنه نه وځي

په جنسي تیري محکوم افغان له سویډنه نه وځي

تاند- هغه افغان پناه غوښتونکی، چې په سویډن کې یې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و، له سویډن څخه له وتلو ډډه کوي.

محکمې له سویډن څخه د دغه افغان د ایستلو حکم کړی خو په الوتکه کې د کښېناستو لپاره شرط دا دی چې باید د کورونا ټیسټ وکړي. د سویډن د قوانینو پر اساس د کورونا ټیسټ او یا واکسین څوک پر چا په زوره نه شي کولی. د جنسي تېري په تور محکوم افغان نه واکسین کوي او نه هم ټیسټ ورکوي.

د دغه ۲۱ کلن افغان ترڅنګ څو نور بهرنیان هم، چې د جنسي تېریو په خاطر له سویډن څخه پر ایستلو محکوم شوي، د سویډن د قانون له دې مادې چې په دې هیواد کې څوک په زوره واکسین یا ټیست کېدای نه شي، ناوړه استفاده کوي او په دې پلمه په دغه هیواد کې پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...