Homeخبرونهروسیه له افغانستانه د ګواښ په پلمه د منځنۍ اسیا پولې ټینګوي

روسیه له افغانستانه د ګواښ په پلمه د منځنۍ اسیا پولې ټینګوي

تاند(جمعه، د جوزا ۶) له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره همهاله روسیې هڅې پیل کړي چې له افغانستان سره د منځنۍ اسیا پولې ټینګې کړي.

د روسیې او منځنۍ اسیا د رسنیو د راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې روسیې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره پراخ پوځي تمرینونه یا مانورې وکړې، د پوځي همکاریو نوي موافقې یې لاسلیک کړې او د منځنۍ اسیا د هیوادونو له هوايي مدافع سیستمونو سره یې خپل هوايي مدافع سیستم وصل کړ.

مسکو وايي، دا اقدامات له افغانستان څخه د تروریزم د ګواښونو پر ضد له ځان څخه د دفاع لپاره د منځنۍ اسیا له حکومتونو سره مرسته ده، خو ځینې شنونکي بیا وايي چې روسیه غواړي په دې توګه په منځنۍ اسیا کې د امریکا د حضور مخه ونیسي.

امریکا په وروستیو کې د منځنۍ اسیا له یو شمېر هیوادونو سره په دغو هیوادونو کې د اډو په اړه خبرې کړي دي خو مسکو د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې امریکايي ځواکونو ته د اډې له ورکولو سره مخالف دی.

روسیه د منځنۍ اسیا هیوادونه د خپل نفوذ ساحه ګڼي.

د معاصر افغانستان د مطالعاتو د مرکز رييس اندري سیرینکو وايي«روسیه په لومړي ګام کې لېواله ده چې په منځنۍ اسیا کې خپل پوځي او سیاسي حضور پیاوړی کړي. دا هیواد د افغانستان حالاتو ته د یوه داسې ګواښ په سترګه ګوري چې تر هر څه وړاندې په سیمه کې د روسیې نفوذ له خطر سره مخامخولی شي.»

د شوروي اتحاد له پاشل کېدو نژدې ۳۰ کاله وروسته لا هم روسیه د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې د پام وړ شمېر ځواکونه لري. روسیه د دې سیمې پر هیوادونو وسلې پلوري او زرګونه پوځیان یې په قرغیزستان، قزاقستان او تاجکستان کې دېره دي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري د اپریل په ۱۴ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د نېټې له اعلانولو وروسته روسیې له تاجکستان سره پراخ پوځي تمرینونه وکړل چې ۵۰ زره پوځیانو پکې برخه لرله.

د دوشنبې په ورځ مخکې تر دې چې د قرغیزستان ولسمشر صدرجباروف روسیې ته لاړ شي، د قرغیزستان دفاع وزارت اعلان وکړ له روسیې سره ګډه پوځي مانوره کوي.

روسیه په افغانستان کې طالبان نه بلکې آی ایس یا داعش لوی ګواښ ګڼي او وايي چې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته دا ډله قوت اخلي.

خو ځینې نور کتونکي بیا وايي چې روسیه په دې توګه غواړي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه وبېروي او اصلي هدف یې دا دی چې امریکا پرېنږدي چې منځنۍ اسیا ته راشي.

د معاصر افغانستان د مطالعاتو د مرکز ريیس ښاغلی سیرینکو وايي، مسکو اندېښنه لري چې امریکايي پوځیان له افغانستانه له وتلو وروسته بېرته دې هیواد ته ورګرځي او ښايي ځینې یا ټول یې د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې مېشت شي دا هغه سیمه ده چې چین هم پرې تمرکز لري چې د سړک او کمربند پروژه به ورغځوي.

مسکو د امریکايي پوځیانو د بېرته راګرځېدو خطر ډېر مهم او د نه منلو ګڼي او هر هغه څه ته تیار دی چې مخه یې ونیسي.

1 COMMENT

  1. اوس خو دې ګل بې دين او د ملا دوزخي او د پنجشير کيدړان ددې جواب راکړي چې وايي موږ روس مات که، اوس د پنجاب لغړيان هم د امريکا د ماتيدو چغې وهي خو په حقيقت کې دا ډلې ټول سپي غوندې يي په جنګ کې مردار کړل او هم يې افغانستان پې تبا که..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...