جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهاسټن کانګریس ته وویل، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر تر...

اسټن کانګریس ته وویل، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر تر مهالوېش چټک دی

تاند(جمعه، د ثور۶) د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن پرون (پنجشنبه) کانګریس ته وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل تر مهاولوېش چټک دي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، اسټن ونه ویل چې څومره امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان سره سم، په پام کې ده چې ټول امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه ووځي خو د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې د ځواکونو د ایستلو بهیر یې ډېر چټک دی او ښايي ټول پوځیان د جولای تر نیمايي پورې له افغانستانه وباسي.

اسټن د کانګریس د استازو جرګې د تدارکاتو فرعي کمېټې ته وویل چې وزارت یې ۷۱۵ ملیارد ډالره بودجه وړاندیز کړې او په دې پیسو کې له افغانستانه د تروریستي ډلو له لوري پر امریکا د بیا حملې د مخنیوي لپاره د پوځ د وړتیاوو له لوړولو سره مرسته هم شامله ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، اسټن د بودجې، چې ټاکل شوې ده نن (جمعه) اعلان شي، د لګښتونو لږ جزییات څرګند کړل.

امریکايي قوماندانانو ویلي چې دوی به وروسته له دې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي د القاعده او داعش خطرونه له بهره وڅاري. د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به دا دواړه ډلې په افغانستان کې ځانونه بیا منظم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب