Homeخبرونهاذربایجاني ځواکونو شپږ ارمني سرتېري نیولي

اذربایجاني ځواکونو شپږ ارمني سرتېري نیولي

تاند(پنج شنبه، د جوزا ۶) د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، چې پوځیانو یې نن په کلباجار سیمه کې د ارمنستاني پوځ شپږ غړي نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دا سرتېري یې په داسې حال کې نیولي دي چې د اذربایجاني سرتېرو پوځي مرکزونو ته پر غځېدلو سړکونو یې ماینونه اېښودل.

ارمنستان بیا د خپلو پوځیانو اسیر کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې ده چې سرتېري یې په سیمه کې د انجینرۍ په کارونو بوخت وو.

د ویلو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نګورنو قره‌باغ سیمه کې تر خونړۍ جګړې وروسته د دې دوو ګاونډیو هېوادونو اړیکې تر حد ډېرې ترینګلې شوې دي.

ډېر کله د دواړو لورو ترمنځ نښتو هم د ګڼو سرتېرو ژوند اخیستی او دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...