Homeخبرونهد لعل او سرجنګل اوسیدونکو د غور- کابل لار وتړله

د لعل او سرجنګل اوسیدونکو د غور- کابل لار وتړله

تاند — د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسیدونکو نن سهار د غور- کابل لویه لاره تړلې.

دوی د لارې تړلو دلیل د مرکزي لویې لارې امنیت ته پاملرنه نه بللې ده.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وايي، دا اقدام یې ځکه کړی چې غږ یې تر مرکزي حکومته ورسېږي.

معترضینو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پردې لویه لاره د امنیت ټېنګولو او هم د فېروزکوه او لعل او سرجنګل ترمنځ لارې کې د دوو امنیتي پوستو د جوړېدو غوښتنه کړې.

دوی ګواښ کړی چې تر هغو یې غوښتنې نه وي منل شوي، لاره به نه پرانېستل کېږي.

په تېره یوه میاشت کې د غور – هرات او غور -کابل پر لارو ۷ مسافر د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي.

وژل شوي کسان چې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسیدونکي و، حکومت دا د طالبانو کار بللی، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...