شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+هر سړی پیدا دی خپل- خپل کار لره کنه| جنرال دولت وزیري

هر سړی پیدا دی خپل- خپل کار لره کنه| جنرال دولت وزیري

ډېره ښه خبره ده چې یو څوک د هر څه متخصص وي، خو دا له امکان څخه ليرې ده، ځکه د یوه انسان فزیکي او فکري ظرفیت په دې اندازه نه دی، چې جميع الکمالات او په هر څه پوه شي. یو سطل ممکن یو څو لیټره اوبه په خپل نس کې ځای کړي، خو یو بایلر ممکن په سلګونو لیټره، د هر لوښي ظرفیت فرق کوي. په همدې بڼه د هر انسان وړتیا هم له بل هغه سره فرق لري.

 خدای تعالی انسانان د انسانيت له مخې یو ډول خلق کړي دي، خو بیا په انسانانو پورې اړه لري چې څومره دوی د خدای تعالی او د انسانيت پر لاره برابر ژوند کوي. د رنګ، ژبې، توکم او ټبرونو له مخې انسانان ډول- ډول خلق شوي دي، چې همدا د نړۍ د تنوع راز هم دی.

 په دې کې د خدای تعالي حکمت دی، ځکه له دې لارې انسانان کولای شي چې یو او بل په اسانۍ سره وپېژني او تر منځ يې په آسانۍ سره فرق وکړي.

له فزیکي او فکري پلوه هم انسانان سره تفاوت لري، ډېر داسې کارونه شته چې د ځینو کسانو له فزیکي او یا فکري وړتیا څخه پورته وي. همدلته ده چې انسانان د خپلې فزيکي او فکري وړتیا له مخې د ځانونو لپاره یو کار خوښوي او بیا په کې د تخصص تر سطحي مخکې ځي.

یو ترکاڼي خوښوي او بل بیا بزګر وي. یو د جګړې په ډګر کې اتل وي، بل بیا ډاکټر او يا کورونه جوړوي.

یو سیاست کوي، په سیاست کې زده کړې کوي او ټول ژوند په سیاست کې لوبېږي. د ترکاڼۍ، بزګرۍ، ډاکټرۍ او نورو کارونو سره سر او کار نه لري.

په ټوله نړۍ کې په همدغه دود او دستور ژوند پر مخ ځي، هر څوک خپل کار کوي او د نورو په کارونو کې تر وسه لاسوهنه نه کوي.

له بده مرغه په ډېرو برخو کې زموږ هېواد له نورې نړۍ څخه جلا دی. ښوونځي سوځول، د روغتونو ویجاړول، د جومات او مدرسې له منځه وړل یوازې د افغانانو کار دی. د قانون نه منل او له قانون څخه د ځان پورته شمېرل هم یوازې د افغانانو ځانګړتیا ده. جګړه کول خو زموږ د پلار او نیکه میراث دی، نارینه، ښځې، ځوانان او زاړه ټول په خپله جګړه ییزه وړتیا ویاړ کوي او کوچنیان مو هم تل د اتلولۍ زمزمې کوي او وايي:

«د افغان په ننګ مې وتړله توره»

او یا:

«چا چې ما سره وهلی سر په څنګ دی»

سمه ده، دا خو ټوله نړۍ هم د افغانستان د ورانولو لپاره تائیدوي چې موږ ننګیالي او توریالي یو. سل کاله وروسته هم خپل مخالفین له تېغه تېروو او هېواد ته مو د امپراتوریو هدیره هم وايي. خو کله چې د مدني ژوند خبره راشي بیا افغانان بې فرهنګه او د ديارلسمې پېړۍ انسانان بولي. علت يې ښکاره دی او هغه زموږ جهالت او له مدني ژوند څخه بې خبري ده.

موږ په يوه شي ښه پوهېږو، چې هغه هم سیاست دی. موږ ټول د سیاست ماستران یو. ډاکتر، انجنير، افسر، مامور، استاد، شاګرد، بزګر، ترکاڼ او دکاندار لا څه چې پنډي، مالي او جوالي مو د سیاست ليډران دي. هوجره، دېره، ټولګي، ټلویزيون، راډیو، کوڅه او بازار مو د سیاست مرکزونه جوړ شوي دي.

همدغه ناخوالې دي چې هېواد مو تل له ناورين سره مخ وي. نور ټول کارونه پاتې دي، تشې خبرې د هېواد د سمسورتیا له پاره ګټورې بولي. حال دا چې سیاست د سیاستوالو او سياستپوهانو کار دی او همغه کره خبره چې وايي:«هر سړی پیدا دی خپل- خپل کار لره کنه» او یا دا چې: «ترکاڼي د بیزو کار نه دی.»

 افغانان په خپلو کې په ټوکو  وايي:« اول يې زده کړه بیا يې کوژده کړه.» خو په دې خبره کې لوی او ستر هدف پروت دی. ځکه لومړی پر سیاست پوهېدل په کار دي او بیا سیاست کول.

که هر چا د هر څه د تر سره کولو وړتيا درلودلای، په نړۍ کې به د هېچا لپاره کار نه و، ځکه هر چا به خپل کارونه په خپله تر سره کول.

افغانستان او د افغانستان خلک هم له نورې نړۍ څخه جلا نه شو مطالعه کولای، په ګرده نړۍ کې دود او دستور داسې دی چې د سیاست لپاره سياستوال روزل کېږي او هغه څوک سیاست کې لوبېږي چې په سياست پوهېږي.

د داسې يوې ورځې په هیله چې په ګران هېواد کې مو هم ملا په جومات، استاد په ښوونه، ترکاڼ په ترکاڼۍ او سیاستوال په سیاست بوخت وي. افسران او سرتېري مو يوازې د هيواد په دفاع کې وي او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب