جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د تاريخ تکرار! اندېښنې شته خو وارخطايي نشته

د تاريخ تکرار! اندېښنې شته خو وارخطايي نشته

ليکنه،عبدالوحيد وحيد

د روان سياسي او امنيتي وضعیت په تړاو د بينن سيوان وروستيو څرګندونوزمونږ زمونږ د ولس اندېښنې راوپارولې دي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه کول يقيناً زمونږ د ولس د ويښتابه نښه او د خوښئ خبره ده. زه له هغه وخته راپدېخوا بينن سيوان پيژنم چې د افغانستان لپاره د ملګرو لخوا د استازي په توګه وګمارل شو. هغه مهال مې ورسره د افغانستان د ستونځې د حل په ګڼو ناستې ګډون کړې دى. تفصیل ته نه ځم. يوازې دومره غواړم ووایم چې هغه مهال به هم نوموړي کله کله پارونکې څرګندونې کولې. د بيلګي په توګه نوموړي غالباً په روم کې له پخواني پاچا  محمدظاهر شا سره له ليدو وروسته رسنیو ته د خبرو پرمهال ويلي وه چې افغانستان د ټوټه ټوټه کيدو په غاړه پروت دى.

کله چې پاکستان ته راغى په يوه ناسته کې چې ما يې د ژباړې دنده ترسره کوله د حرکت انقلاب اسلامي نوموتي مشر شهيد مولوي نصرالله منصور بينن سيوان ته په خطاب کې وویل؛
“مونږ ستاسو دندې ته په درنه سترګه ګورو او پوهيږو چې ستاسو دنده د افغانستان شخړې ته د حل جامع لاره موندل دي. ګواښونه کول، د افغانانو ذهنیت خرابول او زمونږ د هیواد د تجزيه کيدو تبلیغات ستاسو په دندو کې نه راځي”

بينن سيوان د دغې ژمنې ترڅنګ چې په راتلونکې کې به دغه کار نه تکراروي، داهم وويل  چې؛ پرون له کابل څخه پيښور ته له راتلو يو ساعت وروسته د امنیتي وضعیت د ترينګلتيا له امله د نجيب بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل ورته تليفون وکړ چې په کابل کې وضعیت ښه نه ده. د سلا مشورو لپاره تاسو بيرته کابل ته راوګرزئ. د بينن سيوان په خبره کله چې نوموړئ کابل کې د وطن ګوند په مرکزي کميټه کې ناسته کې د ګډون لپاره ورغى، نو د ناوړه پيښې د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي ګامونه اخیستل شوي وو، د معمول په خلاف  د امنیت د کوم ځانګړي رياست کسان بهر ولاړ وه او په ناسته کې د خبرو او الفاظو له کارولو څخه داسې ښکاريده چې شرائط له معمول څخه ورهاخوا ستونځمن دي.

بينن سيوان  په عراق کې د “تيل يوازې د خوراک او ولسي ژوند ژغورلو لپاره” تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د مامور په توګه په لوړه کچه فساد کې ښکېل او د محکمې لخوا ککړ وګڼل شو. خبرې يې دومره معياري هم نه دي چې مونږ  وارخطا کړي.

د نجيب او غني دواړو حکومتونو  د قسماً ښکېل او عيني شاهد په توګه د خپلو مطالعاتو او مشاهداتو په رڼا کې په شبهاتونه او توپيرونو باندي ليکنه کوم او نور قضاوت خپل ولس ته پريږدم.

د وطن په ګوندي جوړښتونو کې اختلافات د ژبني چټل تعصب پر بنسټ اوج ته رسېدلې وه او عملاً په رسمي ناستو کې د هيواد د تجزيې او شمال ته د پلازمېنې د انتقال په غوښتنو او مخالفت کې څرګندونې، د مجاهدينو له مختلفو ډلو سره اړيکې نيول کيدې او تر ټولو مهمه دا چې په شمال کې د روسيې تر حمايت او مسکو ميشتو کمونستانو په نوښت دوستم  ديته وهڅاوه چې د عمل په ډګر کې لاس په کار شي په شمال کې د نجيب ګمارنې يې وننګوي او داسې نور خوځښتونه وکړي چې له حکومت څخه ځان جدا وښئې.

دا هم واقعيت ده چې په اوسني حکومت هم اختلافات شتون لرى، ولسمشر ډيرې ښې وړتیاوې لري خو د واک مينې په نفسياتي رنځ اخته کړى دى. د سولې لپاره رغنده د عمل وړ په عيني حقایقو ولاړ وړانديز نشي کولاى او د سياسي اجماع هيڅ ډول څرک نه لګيږي، خو بياهم د حکومت ترمنځ د اختلاف کچه ښکته ده. زما په آند اوسنى وضعیت د وخامت ګراف د نجيب د حکومت کچې ته نه ده رسيدلى. البته د فارياب ستونځه که څوک تکرار ګڼي، قياس به يې توپيرونه ولري.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د جينوا د هوکړې پاکستان  خپلې ژمنې ماتې کړې. مجاهدينو د جګړو کچه لوړه کړه او نجيب هم په لمړي سر د واک پريښودلو ته په ذهني توګه تيارى نه درلوده.  اوس مونږ هم په ورته شرایطو کې قرار لرو. د دوحې په تړون کې د حکومت منزوي کول د امریکا لخوا تر ټولو ستره غلطي وه. اوس هم د دوحې د تړون يو لورى په جګړه زور اچوي سوله ارګ ته ننوتل ګڼي. حکومتي لورى د فشار په مهال ځان د دوحې له تړون څخه ځان بهر ګڼي.

توپيرونه هم شته. هغه دا چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نړئ افغانستان هير کړ، په دغه هېواد کې د روان ناورين په هکله يې دلچسپي ختمه شوه، شوروي اتحاد مات شو، د شوروي اتحاد په ميراث ناست روسيه په خپلو کورنیو سختو ستونځو کې ډوبه وه او مجاهدين له مختلفو اړخونو څخه تشويق کيدل چې بشپړه بريا يې بايد په برخه شى.

اوس لاهم افغانستان د نړيوالو د توجه په محراق کې قرار لري، نړئ په ټوليزه توګه د افغانستان ستونځه ځان ته بالقوه ګواښ ګڼي. امریکا د نړيوال سياست د مديريت په مرکز کې شتون لري، اوس يې خپله تګلاره له غليم څخه دريمګړي ته واړوله او له ليوه څخه پسه جوړ شو. چين او روسيه هم د طالبانو لخوا د واک د انحصار فکر د نه منلو ګڼي.

د نجيب د حکومت له نسکورېدو وړاندې مجاهدين لکه اوسني طالبان په خيالي نيليو باندي سپاره وو، سوله يې د فتحې په شکل تعبيروله، واقعي سوله ورته خيانت جنايت د شهيدانو له وينو سره جفا او د نړئ لخوا نجيب ته د خټو پوزه جوړول ښکاره کيده خو دا هر څه هوا وه خيال وه او د سياسي بصيرت نشتوالۍ وه. طالبان هم په عين شرایطو کې قرار لري او همدغه راز فکر کوي خو توپيرونه هم شته. هغه دا چې اوس مهال د طالبانو په دوهم پوړ مشرتابه کې سنجيده خلک د ولسي اندېښنو د درک وړتيا لرونکي او په نړيوالو حساسیتونو باندې نسبتاً پوه افراد شتون لري، ټول ولس او ټول سياسيون په ټوليزه توګه په يوه خوله د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار مخالفت کوي. دا په زړه پورې بدلون ده چې د نجيب د حکومت له سقوط  وړاندې دغه ډول ولسي فکر شتون نه درلود. د چين او روسيې په ګډون ټوله نړۍ د افغانستان حالات څاري او غبرګون ښئي.

په نوييمې لسيزې کې د مجاهدينو د مختلفو ډلو ترمنځ سختو اختلافاتو، جګړو او بې باوريو شاليد شتون درلود خو د طالبانو ترمنځ نسبتاً يووالئ او خپلمنځي يووالي ته د طالبانو جدي پاملرنه له پامه نشو غورځولى.
هغه وخت د وطن ګوند د يوې خوا مشران د روسانو په مرسته له مسعود  سره لاسونه يو کړل او د واک د شيطاني حرص له امله د ځينو جهادي ډلو ترمنځ سخت ټکر رامنځته شو. کابل وران شو، ملي بنسټونه ونړيدل او نيابتي جګړه پيل شوه، خو اوسنى صورت حال بدل دى.

د نجيب د حکومت په مهال نوموړي يوازې په ملي ګارد باندي باور کاوه، پوليسو او اردو له ځانونو سره د سليقوي او تبعیضي چلن فکر کاوه خو اوس د امنیتي ځواکونو ترمنځ که د همغږي نيمګړتياوې لري خو د باور د نشتون مرحله لاهم نه ده رارسيدلي.

کيداى شي مجاهدينو او نجيب د خپلو سياسي نيمګړتياو له امله د فاجعې د رامنځته کیدو وړاندوینه نشوه کولاى نو د مخنیوي هڅه يې هم ونکړاى شوه خو ولسمشر غني او طالبانو ته د نوييمې لسيزې د ملوک الطوایفي ژوندى تاريخ مخته يروت ده. هغوى باید په حتمي توګه د تاريخ له سخت او بې رحمه قضاوت څخه د ځان ژغورنې لپاره د ممکنه ناورین د مخنیوي هڅه وکړي.

بالاخره مجاهدينو فکر او ولس فکر کاوه چې مجاهدین به له ملي ګټو ارزښتونو او نړيوالو معيارونو سره سم اسلامي نظام جوړ کړاى، مګر وخت ثابته کړه چې ددغه نوښت وړتیا يې نه درلوده او طالبان هم د نظام د جوړولو وړتیا قطعاً نلري. حتماً به فکر وکړي چې د نظام نړول د هغوى په ګټه کار نه دى.

که مطلب را لنډ کړم نو ويلاى شم چې که څه هم په اوسنيو حساسو تاريخي شېبو کې تر بل هروخت زيات د افغانانو ترمنځ همغږي، نوښت، سياسي بصیرت، ملي يووالي، ملي اجماع، له سولې څخه د مشرانو غوڅ ملاتړ قرباني او پياوړي عزم ته اړتیا شته خو د بينن سيوان په خبرو باندي د وارخطايي اړتیا قطعاً نشته.البته  د شرایطو ارزونه ايجابوي چې د دواړو خواو مشران د هوايي ډزو، احساساتي څرګندونو او جنګي مانورونو له کولو ډډه وکړي او هڅه وکړي چې هيواد اوسنى ګواښونکئ وضعیت په فرصتونو بدل کړي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

4 COMMENTS

  1. پوحید صاحب، په استثنا د طالبانو او د خدای نوم زیادتره افغانان له سیاسی پلوه رسېدلي دي. چې لیکنې وګوري مخ او شا یې لولي. دوه خبرې، لومړی دا چې ولسمشر تر خپل حد زیاد د سولې لپاره کار کړې او کوي یې. د پنځه زره قاتیلینو خوشې کول ددی قدم اول ګام و. دوهم دا چې ولسمشر په سلهاو ځلې له طالب د سولې غوښتنه کړې خو طالب یې نه مني. په استثنا د پاکستان ددنیا داسې هېواد علما نشته چې دا جګړه یې حرامه نه وې بللې، خو بدبختانه د طالب په رهبری کې داسې څوک نشته چې نړېوالو غوښتنو ته لبیک ووایي. تاسو وایې چې د طالب بعضې مشران سیاسی شعور لري. دا د خندا وړ خبره ده. زه خو فکر کوم چې طالب د شعور او پوهې په نامه قطعا څه پېژني نه. ددوی مکتبي ملا عباس او ملا شاهین دله ګان دي، چې په عام محضر کې د افغانستان د پوځ د منحلولو نارې وهي. همدا ستاسو په نظر پوه دي؟ هغه څوک چې په داسې بې رحمي قصاوت او ظلم بې ګناه افغانان وژني، بې ګناه محصلین، عامه تاسیسات ورانوي، بې ګناه پولونه او د ولسوالیو مرکزونه، عالمان وژني، د افغانستان پر ځای د بل هېواد ګتو ته وفاداره، د انسانیت دښمنان، د ښځو او انسان د حقوقو دښمنان، ته محترم راته ووایه چې دې اعمالو کې کوم یو د انسان له شعور، پوهې او سیاسی بصیزت سره سر خوري؟ ته خدای پر ځان شاهد وګڼه او ووایه که ته ولسمشر وای نو واک دې داسې احمق او جاهلې طایفې ته پرېښود؟ نه . په قران کې دې پریښی وای. په قران که د نړۍ پر مخ يو ځناور هم دوی ته د قدرت انتقال یوه انساني او بشري کړنه وګني. نو له تاسو ورور نه درخواست کوم چې هر څه لیکی او په نورو قضاوت کوي، لومړی ځان د هغو پر ځای وګني او دا سوال له ځانه وپوښتې چې که تاسو دهغه شخص پر ځای وای څه به مو کړي وای. بیا به کولی شو چې یو نسبي قضاوت وکړي. هوایې غږېدل او په تبصرو کې یو کس ټکول او له بله با شعوره او پوه جوړول خلک ددوی له تصمیمه نشي ګرځولی. اکثریت افغانان طالب نه مني. هغه کسان یې مني له مجبوریته یې مني. نو له داسې ځناورو پوهان جوړول اصولې کار نه دی. نور دې خپله خوښه.

  2. ښاغلى فهیم صاحب محترمه سلامونه مې ومنئ
    وروره!
    زه ستاسو د پاکو احساساتو قدر کوم. تاسو سم واياست. تاسو هم لکه مونږ ځوريدلي ياست کړيدلي ياست او حق لرئ د سمون او بدلون لپاره غږ پورته کړئ. باور وکړئ چې زه به کله هم په هيڅ ډول شرایطو کې ولسمشر ته نه ووايم چې واک طالب ته پريږدي. دغه د حل لاره نه ده. طالب هم په يوازې سر قطعاً د حکومت کولو وړتیا او ظرفیت نلري.
    يوازې دومره وايم چې که طالبان واقعا غواړي سوله وکړي جګړه بس کړي خو د ولسمشر غني لخوا واک يو بل بي پرې شخص ته چې افغانان ورباندې هوکړه وکړي او نړيوال يې ملاتړ وکړي نو بيا بايد ولسمشر د پراخو ملي ګټو لپاره د واک انتقال يوې بې پرې ادارې ته سپارلو ته تيارى اړين دى.
    که داسې نه وي نو له نسکور حکومت او ړنک نظام څخه دغه فاسد نظام دوه زره ځله بهتر ده.
    مونږ باید داسې فکر وکړو چې مونږ له سولې پرته بله هيڅ لاره نلرو.
    خداى دې وکړي چې راڅخه خفه نشي. که څوک راڅخه خفه شوي وي ټوله خفه خوب نشم کولاى.
    مننه وروره

  3. تر اشرف غنی بل کاندید سړی دا اوس نشته. سره له دې چې هر انسان خپلې نمګړتیاوي لري. دې هم یو انسان دی. که طالبان خپل په سر وای دوی حتما اشرف غني منه. خو دا وړاندېزونه چې اشرف غني دې قدرت يوې بې پرې کس ته ورکړي د ای اس ای او پاکستان د نظامیانو وړانديز دی او په دې خبره واړه او زاړه ټول پوهېږي. پاکستان ولسمشر غني نه غواړي، ځکه چې هغه د افغانستان په منافعو کلک ولاړ دی او پاکستان ته تن نه ورکوي. د هغه پالیسي د اوبو په مهارولو او له مرکزی اسیا سره د افغانستان اتصال، د پاکستان اقتصاد ته تاوان رسولی نو ځکه پاکستاني استخبارات او یاران یې ورخطا دی او غواړې هغه له نظامه لري شي. خو پاکستان بیا هم اشتباه کوي. اوس افغانستان ته د پاکستان او د ګوداګيانو ماهیت یې معلوم شوی. د طالب پرته چې نه له خدایه خبر دی، نه له دینه او نه له دنیا، که هر څوک او هر بل افغان د حکومت په راس کې راشي همدا پالیسی به په مخ بیایي. بل دا چې پاکستان څوک دی چې موږ ته جمهور ریس وټاکی. څنګه دوی او دلالان یې نه شرمېږي. تاسو یې منئ؟ نور به ځان او خلکو ته دوکه نه ورکوو. د دوکو او فریبونو او احمقانه خواستونو وخت تېر دی. دا افغانستان دی. توبه له لویې خبرې، د پاکستان پلار یې هم نشي کنترولولی. والله که افغان طالب یې هم ومني پرته له څو پلورل شویو مشرانو. وروستی خبره دا چې خوبونه دې کوه وروره، او تشویش هم مه کوه. زمونږ خبره له خوابدی او دېره اوچته ده. هره ورځ وژل کېږو، کورونه مو ورانېږي، بې عزته کېږو در په دره يو خو بیا هم له چا خفه نه یو او هره ورځ قاتل طالب ته د وروری لاس وړندې کوو. په ليکنو نه خوابدي کېږو خو چې په حقه وي. دا ملت هم خدای لري او هم وطن دوسته، با غیرته او با ایمانه خلک.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب