Homeخبرونهملګري ملتونه: پر غزې د اسرائیلو بریدونه جنګي جنایت دی.

ملګري ملتونه: پر غزې د اسرائیلو بریدونه جنګي جنایت دی.

تاند(پنج شنبه، د جوزا ۶) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیساري ویلي، چې پر غزې د اسراییل بریدونه ښایي جنګي جنایت وبلل شي.

د دغه سازمان په وینا، د دوی د څېړنو له مخې، تر اوسه پورې یې هیڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې وښیي اسراییل دې پر غزې بمبارۍ کې ترهګر په نښه کړي وي.

یاد سازمان څرګنده کړې، د دوی موندنې ښیي چې اسراییل په غزه کې د ترهګرو په نوم ملکیان په نښه کړي دي او دا مسئله کېدای شي جنګي جنایت وبلل شي.

د ویلو ده چې څه موده مخکې اسراییل پر غزې مرګونې بمباري وکړه او په پایله کې یې ګڼو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ درانه اقتصادي زیانونه واوښتل.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې نړیواله ټولنه به وهڅوي څو له غزې سره مرسته وکړي.

نوموړي د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا به په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی به د خپلو متحدینو په ګډون له غزې سره مرسته وکړي او دغه راز امریکا غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې حماس ډله به له یادو مرستو ګټه نه تر لاسه کوي.

د ویلو ده چې په غزه کې تېره اوونۍ اوربند وشو خو تر هغه وړاندې اسراییل پر غزې خونړۍ بمباري وکړه چې د ټولې اسلامي نړۍ توند غبرګونونه یې را وپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...