جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینمامتحده عربي اماراتو سنجي دت ته طلایي ویزه ورکړه

متحده عربي اماراتو سنجي دت ته طلایي ویزه ورکړه

تاند ( پنجشنبه، د جوزا ۷ مه)  متحده عربي اماراتو د بالیووډ سینما مخکښ او پیاوړي اداکار سنجي دت ته طلایي ویزه ورکړه.

متحده عربي امارات د ( یو اې اي ) طلایي ویزه ډېرو خاصو او ځانګړو خلکو ته ورکوي، د بالیووډ مخکښ اداکار سنجي دت چې په سنجو بابا هم مشهور دی ترې برخمن شو.

نوموړي په دې اړه په خپل انستګرام پاڼه د ویزې د اخیستلو عکس خپور کړی او مینووالو یې مبارکیانې ورکړې دي.

سنجي دت لیکلي چې د متحده عربي اماراتو طلايي وېزه ترلاسه کول د هغه لپاره د یو ستر ویاړ او اعزاز خبره ده.

هغه دغه راز د طلايي وېزې په ورکولو سره د متحده عربي اماراتو حکومت څخه ځانګړې مننه هم کړې ده.

سنجي دت په افغانستان کې هم زرګونه مینووال لري او شاوخوا څو میاشتې وړاندې یې د افغانستان په اړه یو فلم هم جوړ کړی وو.

د نوموړي دا فلم خلکو ډېر خوښ خو له انتقادونو سره هم مخ شو.

باید وویل شي چې د هندي سینما دا مخکښ اداکار سنجي دت تېر کال د سرطان په ناروغي اخته شوی و، خو اوس بېرته رغېدلی دی.

1 COMMENT

  1. البته د ډوبۍ حاکم هم د اوکراین او ختیځی اروپا ۲۰۰۰ هغو خواری کښانو ته چی (هره یوه ئې) د ورځی لس کیلو کېلې وچوی، د اِقامت طلائی ویزې ډالۍ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب