جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر: د بهرنیانو تر وتلو وروسته د همکاریو د بڼې له بدلون...

ولسمشر: د بهرنیانو تر وتلو وروسته د همکاریو د بڼې له بدلون پرته هېڅ هم تغیر نه کوي

تاند ( پنجشنبه، د جوزا ۷ مه)  ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د امریکا تر وتلو وروسته به یواځې د همکاریو بڼه تغیر شي او له دې پرته نور هېڅ هم تغیر نه کوي.

هغه چې نن یې د (لوبې بدلون فرصت) تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ټول هغه امکانات او ملاتړ چې د امریکایي او ناټو ځواکونو له لوري چمتو کېده اوس افغان ځواکونو ته د لېږد په حال کې دي.

ولسمشر همدا راز ډاډ څرګند کړ چې د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه په کار نه ده.

د ولسمشر غني په وینا، امریکا او ناټو له افغانستان سره اوږدمهالی امنیتي تړون لري چې په خپل قوت به خپل حال کې پاتې کېږي.

افغان ولسمشر وویل چې د راتلوونکي په اړه اندېښنه نه په کار؛ ځکه په خبره یې په نوي فصل کې به یوازې د همکاریو بڼه بدلون ومومي.

ولسمشر څرګنده کړه چې سیمه هم د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتو نه وه او دا ځکه چې افغانستان له دایمي ګټو پرته دایمي دوست او دښمن نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان نه غواړي د نیابتي جګړو ډګر واوسي نو د نورو په منازعاتو کې د نه داخلېدو په موخه به د بې طرفۍ سیاست غوره کړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې تر څه وخت مخکې داسې فکر کېده چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی خو په وینا یې، افغانستان په کافي اندازه ظرفیت لري او کولی شي خپله ملي بودجه له ملي عوایدو تامین کړي.

د راتلوونکي وضیعت په اړه د ولسمشر څرګندونې داسې مهال دي چې خلک اندېښنه لري چې ګواکې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره افغانستان یو ځل بیا تېر حالت ته ور وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب