تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۶مه) د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د زندان د ماشومانو د پالنې او روزنې مدیره میرمن کبرا طالبانو په مرکز کې ووژله.
د فراه د پولیسو ویاند خالد حضرتي وايي، چې میرمن کبرا تېر مازیګر له کوره وتلې او تېره شپه وسلوالو طالبانو د ښار په څنډه کې وژلې ده.
حضرتي زیاتوي، چې د کبرا مړی نن سهار د فراه ښار په کوکشیب کلي کې موندل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، چې مېرمن کبرا د امنیتي ځواکونو له همغږۍ پرته د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته تللې وه او هلته تر برید لاندې راغلې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې عاموخلکو بیا ویلي، چې نوموړې د فراه ښار له څلورمې ناحیې څخه کور ته پر لاره وه ، چې وسله والو کسانو وتښتوله او بیا یې وژلې ده.
فراه د هېواد په غرب کې یو له نا امنیو ولایتونو څخه دی، چې وخت نا وخته ترې د نښتو راپورونه خپرېږي.
له هغه وخته چې د افغانستان تباهي د مجاهد او د جهاد په نوم او اوس د امارت په نوم دوام لري، دې ډلو او نومونو بل هيڅ نه دي کړي يوازې يي خپل وحشي څيرې او عمل ښکاره کړی او د افغانانو ناموس چې دې ډلو بې عزته که کفر په والله کې کړای وي. لعنت په ټولو دې نومونو او ډلو.