یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهنور: د افغانستان ملي بیرغ د ټول هېواد ملي بیرغ دی

نور: د افغانستان ملي بیرغ د ټول هېواد ملي بیرغ دی

تاند — د اسلامي جمعیت ګوند د بیلې شوې برخې مشر عطامحمد نور وايي، د افغانستان د “اسلامي جمهوریت” بیرغ د لویې جرګې له خوا تصویب شوی دی او نه یوازې دا بیرغ قومي نه دی، بلکې هر رنګ یې د تاریخ یوه برخه ده.

ښاغلي نور دا خبره وروسته له هغې کړې چې په دې ورستیو کې په فاریاب او کابل کې د ملي بیرغ پر ځای په یو شمېر غونډو کې داسې بیرغ پورته شول چې د خلکو غبرګونونه یې راپارولي.

نوموړي نن پنجشنبه/ د جوزا ۶مه/ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، “د افغانستان  د درې رنګه بیرغ تور رنګ د ابو مسلم خراساني یادګار دی، سور رنګ یې په هېواد د هغو شهیدانو د وینو رنګ دی چې د افغانستان د ازادۍ لپاره یې خپل سرونه قربان کړي دي او شین رنګ ددې خاورې د اسلامي هویت نښه ده.”

د نور په خبره که خدای مه کړه وضعیت داسې حالت ته ورسیږي چې له امله یې نظام سقوط شي او ملوک الطوایفي حاکمه شي، په داسې حالت کې به دوی په کابل او فاریاب کې په هیڅ صورت د پورته شویو بیرغونو تر چتر لاندې  فعالیت ونه کړي او خپل بیرغ به پورته کوي چې د جمعیت ګوند بیرغ دی او  دا بیرغ د هیڅ قوم پورې اړه نه لري.

د ثور میاشتې د اتمې نیټې په مناسبت په کابل کې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان د زوی احمد مسعود له لوري د مجاهدینو د وخت بیرغ پورته شوی و او همدارنګه د فاریاب لپاره د ولسمشر غني له خوا د ټاکل شوي والي داوود لغماني په مقابل کې د جنبش ګوند پلویانو د “ترکستان” په نامه بیرغ پورته کړ او د هغه پر ضد یې لاریونونه وکړل.

د جنبش ګوند پلویانو ګواښ کړی که غوښتنې یې ونه منل شي، په شمال کې به فدرال دولت اعلان کړي.

د عطا محمد نور په خبره د افغانستان په هکله د دوی دریځ څرګند دی او دده په ټکو چې د ټول افغانستان د مالکیت احساس لري.

3 COMMENTS

  1. د افغانستان د بیرغ تور رنګ د افغانستان د تاریخ د استعمار د تورې برخې نښان دی، سور رنګ یې د استعمار پر وړاندې د خلکو مبارزه ښيي او زرغون یې بیا د آزادي او هوسایي څرګندويي کوي.
    خو عطاء نور د جمعیت اسلامي ګوند د بېلې شوې ډلې مشر وایي چې :
    “د افغانستان د درې رنګه بیرغ تور رنګ د ابو مسلم خراساني یادګار دی، سور رنګ یې په هېواد د هغو شهیدانو د وینو رنګ دی چې د افغانستان د ازادۍ لپاره یې خپل سرونه قربان کړي دي او شین رنګ ددې خاورې د اسلامي هویت نښه ده.”

    لومړی : دلته نوموړی بیرغ په خپله خوښه تعبیروي، تور رنګ د ابومسلم خراساني یادګار ندی .
    دویم : شین رنګ د اسلامي هویت نښې په خاطر ندی کاریدلی، یواځې د زرغونتیا، هیلې ، بیا رغونې او ازادۍ لپاره کاریدلی دی.
    دریم : نوموړی او دوستم د نورو ډلو ټپلو په شمول کوښښ کوي، چې په یو ډول نه یو ډول هیواد او نظام د داخل څخه په شر او فتنه کې واچوي، د افغانستان ملي پوځ باید د بهرنیو ترهګریزو ډلو په شمول د هیواد د داخلي مفسدینو کړیو پر وړاندې هم غوڅ غبرګون وښایي، او پرینږدي چې څوک نظام وننګوي او یا هم د قانون حاکمیت د سوال لاندې راولي.

  2. بلی ننګیالۍ صاحب همداسی دی دا متعصب قاتلان او د اجنبیانو غلامان د افغان ملت ملی هویت له مینځه وړلو او انارشی رامینځ ته کیدو لپاره اساسی تربیه شوی دی ، افسوس چی کابل کښي د اجنبیانو په کومک د معاملګری حکومت دی نو داسی تپل شوۍ حکومت نه غواړی او نه ئي هدف دی چی دداسی انډیوالانو مقابل کښی ملی اقدام وکړی !!!!

  3. سلام
    شرع حاضر ته ګوری که اشرف غنی رښتیا له اخلاصه دافغانستان بیرغ مچو کوی نو بیا ولې له دومره عسکرو ناتو او باټو ګانو په مرستې دفاریاب او نورو ما شو مانو مخه نشی نیولی. اهانت او بغاوت د بیان او عیان ازادی نه ده بلکې د حکومت کمزوری او نا توانی ده چې ملک الطوایفی ته لاره پرانیزی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب