جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې اونۍ سینګاپور سره دوستانه لوبه لري

د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې اونۍ سینګاپور سره دوستانه لوبه لري

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۶مه) د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې اونۍ له سینګاپور سره دوستانه لوبه لري.

افغان لوبډلې له دې لوبې وړاندې وړمه ورځ په يوه دوستانه لوبه کې ۳  د۲ ګولونو پر وړاندې د اندونیزیا ټيم ته ماتې ورکړه.

د اندونېزیا او افغانستان ترمنځ لوبه په دوبۍ کې ترسره شوه.

افغان لوبغاړي که څه هم د کورونا له امله يو نيم کال له لوبو لرې پاتې وو، خو وروستۍ لوبې ته په کتو ښه وځلېدل.

افغان فوټبال ملي لوبډلې له تېرو ۵ ورځو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې تمرین پيل کړی او ويل کېږي تر دې وروسته به د افغان لوبډله د المپيک په رسمي لوبو کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...