Homeخبرونهد دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰۰ زیاتو طالبانو ته...

د دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند – د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو او عملیاتو کې د څه باندې ۲۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د دفاع وزارت نن پنجشنبه/ د جوزا ۶مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

د خبرپاڼې له مخې، میدان وردک، غزني، لوګر، لغمان، زابل، کندهار، هلمند، هرات، بلخ، جوزجان، سمنګان او کندوز هغه ولایتونه دي، چې په کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو نښتې شوې.

سرچینه وايي، په دغه نښتو کې ۱۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۵۵ ټپیان دي او ۳ تنه هم د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د خپل لوري د مرګ ژوبلې په هکله یادونه نه ده کړې، خو وايي چې د طالبانو ۶۸ ماینونه یې هم شنډ او له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...