جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+اېکن، هووارډ | ژباړن: رحمت شاه فراز

اېکن، هووارډ | ژباړن: رحمت شاه فراز

(Aiken Howard)  

(۱۹۰۰ – ۱۹۷۳)
امریکايي، مخترع

هووارډ هاتوې اېکن د اتومات حساب ماشینونو په ایجاد کې یو سرلاری کمپیوټرپوه وو. نوموړی د مارچ په اتمه په ۱۹۰۰ م کال د نیوجرسي ایالت په هوبکین ښار کې زېږېدلی. هغه د انډیانا ایالت په انډیاناپولیس سیمه کې لوی شوی. اېکن له برېښنايي انجینري سره علاقه لرله او همدا ډګر يې تعقیب کړ. د لیسې په دوران کې يې د برقي توکو جوړولو په یوه کمپنۍ کې کار پیل کړ. اېکن په ۱۹۲۳ کال کې له وسکوسین پوهنتون څخه د برېښنايي انجینري په برخه کې لیسانس واخیست. 

تر ۱۹۳۵ کلونو پورې، اېکن د برېښنايي چارجونو په فزیکي خواصو څېړنې کولې چې په څه ډول د واکیوم ټیوبونو ترمنځ برقي چارجونه جریان مومي چې د الکترونونو د نوې ټکنالوژۍ لپاره یې د یوې مهمې پوښتنې حیثیت درلود. د دې کار لپاره هغه مهال، پېچلو او له غلطیو سره مل محاسبو ته اړتیا وه. نو اېکن د یوې سترې، پروګرام کېدونکې، اتومات کمپیوټري وسیلې د جوړولو د امکاناتو څېړلو او پلټلو ته مخه کړه. په هارورډ پوهنتون کې د دوکتورا د زده کوونکي په حیث، اېکن د خپلو نظریاتو په ترڅ کې پاموړ توجه را جلب کړه، په تېره د تامس واټسن پام يې خپل لور ته را واړاوه چې په ۱۹۳۹ کال د IBM یا نړیوال کاروباري ماشینونو شرکت مشر وو. IBM شرکت د اېکن له لومړني، ماشین حساب جوړولو سره موافقه وښودله، چې Automatic Sequence Controlled Calculator یا ASCC نومېده او وروسته د Harvard Mark 1 په نوم وپېرندل شو. 

میخانيکي او برېښنا-میخانیکي ماشین حسابونه کومه نوې خبره نه وه، او په حقیقت کې د IBM شرکت ((بورو)) او نورو ګڼ ماشینونه په کاروباري چوکاټونو کې په لویه کچه تر استعمال لاندې وو. خو عادي ماشین حسابونو ضرورت درلود چې د چلوونکو له خوا په لاسي ډول منظم شوي وای او بیا د یوې مسالې د حل لپاره د ټولې لړۍ هره عملیه باید مرحله په مرحله ترسره شوې وای. بل خوا اېکن یو داسې ماشین حساب غوښته چې په اتومات ډول د ټولې لړۍ د سرته رسولو لپاره د پروګرام کېدو وړ وي او د هرې راتلونکې عملیې لپاره د پخوانۍ محاسبې نتیجه په خپل ځان کې ذخیره کړي. هغه د یوه عام-موخیز پروګرام کېدونکي خوبونه لیدل، نه دا چې د خاص هدف لپاره څو حسابي واحدونه (سیسټمونه) سره ترکیب کړي.  

د پخوانیو پېچلو ماشین حسابونو (مثلاً تحلیلي انجن چې چارلز بېبیج یوه پېړۍ دمخه پیشنهاد کړی وو) تطبیق خوار پېچلی وو، ځکه چې د میخانیکي برخو د مهمو برخو د سازګارۍ لپاره ډېر زیات زغم او دقت ته اړتیا وه. خو د اېکن نېکمرغي په دې کې وه چې ډول، ډول ازمویل شویو او اعتبار وړ اجزاوو ته يې لاسرسی درلود، مثلاً پنچ کارتونه، برېښنايي لوستونکي او د IBM شرکت ټایپ رایټرونه او هغه برېښنا-مقناطیسي ریلې چې د اتومات سویچینګ لپاره د ټلیفون په صنعت کې استعمالېدل. 

د اېکن ((مارک ۱)) کمپیوټر له اعشاري اعدادو (چې ۲۳ ارقام او یوه نښه یې لرله) څخه استفاده کوله او د وروستنیو لوی شمېر کمپیوټرونو په څېر باینري اعداد يې نه کارول. د یوه پرابلم د حل کولو لپاره د اړتیا وړ ثابته عددي ډېټا به په شپږو رجسټرونو کې ذخیره وه. د ماشین چلوونکي به د هر رقم د داخلولو لپاره یو څرخ تاو کړ او د محاسبې لپاره د اړتیا وړ ثابت عدد به په ماشین حساب کې ولیکل شو. متحوله ډېټا او د پروګرام لارښوونې به د غار شوو کاغذي ټېپونو (punched paper tape) په واسطه ماشین ته ورکول کېدې. یوه محاسبه به په ځانګړو لارښود کوډونو ټوټه، ټوټه کېدله چې دغه لارښود کوډونه به د ټیټو پروګرامي ژبو (low-level) کوډونو ته ورته وو او یو کوډ به داسې معنا لرله مثلاً ((دغه عدد په دې رجستر کې ذخیره کړه)) یا ((دغه عدد د هغه پلانکي رجستر له عدد سره جمع کړه)). دغه محاسبې به معمولاً د ریاضیکي عملیو قیمتونه ول او د دې محاسبو پایلې د یوه برقي ټایپرایټر په واسطه چاپېدای او یا پر پنچ کارتونو د آوټ پټ په ډول لاسته راوړل کېدی شوی. 

مارک ۱ ماشین حساب د IBM شرکت په فابریکه کې جوړ شو. دغه فابریکه د نیویارک ایالت په اینډکوټ ښار کې موقعیت لري. د دې ماشین لومړنی بشپړ ازمایښت په ۱۹۴۳ کال د عیسوي اختر په ورځ ترسره شو او په دې ډول يې په جنګمهاله شرایطو کې د کار ګړندتیا خلکو ته په ګوته کړه. 

یاد ماشین چې د یوه ملي بس په اندازه وو او تقریباً اته فټه لوړوالی او ۵۱ فټه اوږدوالی یې درلود، بېرته خلاص کړای شو او هارورډ پوهنتون ته انتقال شو او په دغه ځای کې په ۱۹۴۴ کال په مارچ کې بېرته ساز او فعاله شو. مارک ۱ ماشین د واکیوم ټیوبونو پر بنسټ جوړ شوو کمپیوټرونو څخه نسبتاً ورو وو چې دغه کمپیوټرونه لنډ وخت وروسته ډیزاین شوو، خو دغه ماشین تر ډېره پورې د اتکا او اعتبار وړ ماشین وو. د نیویارک ټایزم په دې اړه وکښل ((د یوه ریاضي پوه په لارښوونه، دغه ماشین به داسې مسایل د ساعتونو په ترڅ کې حل کړي چې تر مخه هېڅ کله نه وو حل شوي چې یو لامل يې د دې مسایلو پېچلتیا او بله وجه يې د عادي دفتري ماشین حسابونو په واسطه د هغو مسایلو د حل کولو لپاره پرېمانه وخت او لوی شمېر کارمندانو ته اړتیا وه.  

له دې وروسته، اېکن د امریکې په بحري پوځ کې دنده واخیسته او د قومندان په رتبه مقرر شو. په پوځ کې د هغه په ډله کې د کمپیوټرپوهنې یو بل مشهور مخکښ او په راتلونکي کې د بحري پوځ ستر قومندان، ګرېس مري هوپر هم وو. مارک ۱ په ورځ کې څلور ویشت ساعتونه په بېلو بېلو پرابلمونو کار کاوه چې په دې کې د عدسیو د ډیزاین او راډار لپاره د معادلو له حل کولو نیولې د اټومي بمونو د هستې تر ډیزاین پورې مسایل شامل ول. د ګڼو انجینرانو پر خلاف، اېکن د چټکو پروژو له مدیریت سره ډېر هوسا وو. هغه یو ځل په ټوکه کې وویل ((هېڅ کله په دې اړه اندېښنه مه کوئ چې خلک به مو یوه ایډیا پټه کړي. که چېرې ستاسو نظریه اصلي او رښتیني اوسي، نو د هغوی له ستوني يې هم بېرته را ایستلی شئ.)(

اېکن په ۱۹۴۷ کې د مارک ۱ یو پرمختللی موډل تکمیل کړ، چې مارک ۲ نومېده. د ۱۹۵۰ کال مارک ۳ او د ۱۹۵۲ کال مارک ۴ د برېښنا-میخانیکي ماشین پر ځای، برقي ماشینونه ول او د ریلو ځای پکې واکیوم ټیوبونو نیولی وو. په مارک ۳ کې له مقناطیسي حافظې استفاده شوې وه چې د نن ورځې له رېم یا Random Access Memory سره مشابهت خوري. په دې حافظه کې اعداد نسبتاً په چټک ډول ذخیره او بېرته ترلاسه کېدای شوی. همدا راز، یو مقناطیسي ډرم هم پکې کارول شوی وو چې د ننني هارډ ډیسک چاره یې سرته رسوله. 

د ورستنیو ډیجیټل کمپیوټرونو مثلاً ENIAC او Univac په پرتله، سلسلوي یا سیکوانشیل ماشین حسابونه، هغسې چې له نومه یې برېښي، یوازې په هغه ترتیب عملیات سرته رسولی شي چې ترمخه ورته مشخص شوي وي او مثلاً د دې وړتیا نه لري چې په تکراري ډول یوه عملیه سرته رسوي. (او دا کار به ولې کېده، ځکه چې ټول پروګرام به په هېڅ ډول حافظه کې هم نه وو ذخیره شوی، او تېرو لارښوونو ته به بېرته لاسرسی ناشونی وو.) خو که یوې خوا ته د اېکن ماشینونو د کمپیوټرونو د جوړښت له اصلي مسیر څخه کوږوالی کړی وو، خو په دې ماشینونو کې د موازي پروسېس ماډرن ځانګړنه هم وه، ځکه چې د محاسبې مختلفو واحدونو په یوه وخت کې په بېلا بېلو لارښوونو کار کولی شوی. د دې ترڅنګ، اېکن د دې اهمیت هم درک کړی وو چې د هغو روټینونو (کوچنیو پروګرامونو) لایبرېري هم وساتي چې وخت په وخت ضرورت ورته پېښېږي او په نوو پروګرامونو کې د بیا ځل استعمال وړ وي، چې د دې ماشینونو دغه ځانګړنه هم د نننۍ سافټوېر انجینرۍ یو بل اساس جوړوي. 

د اېکن لاسته راوړنو د لویې کچې او اتومات محاسبې او دغه راز اعتبار وړ ماشینونو جوړولو او له شته ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې ارزښت را په ګوته کړ. د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه د کمپیوټرپوهنې مخکښان په هارورډ پوهنتون کې د اېکن کمپیوټري لابراتوار ته راغلل او پر ګڼو داسې مسایلو او موضوعاتو یې بحثونه سره وکړل چې د کمپیوټر ساینس د نوي علم لپاره يې د اساس او بنسټ بستر هوار کړ. د ۱۹۵۰ کلونو په لومړیو کې اېکن له کمپیوټري کارونو استعفا ورکړه او په فلوریډا کې يې خپل تجارت پیل کړ او د دې نوي او پېچلي تجارت د ژغورلو چیلنجونو ته يې غاړه ورکړه. 

نوموړي ګڼې جایزې لاسته راوړې، چې له دې ډلې څخه د برېښنايي او الکترونکي انجینرانو د مؤسسې یا IEEE له خوا د اډیسن جایزه او د فرانکلین مؤسسې له خوا د جان پرایس جایزه په ځانګړي ډول د یادونې وړ دي. هوورډ اېکن په ۱۹۷۳ کال د مارچ په څوارلسمه د میسوري ایالت، په سېنټ لویس ښار کې د تل لپاره له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه. 

اضافي لوستونه: 

1- Cohen, I. B. Howard Aiken: Portrait of a Computer Pioneer. Cambridge, Mass.: MIT Press, 1999.
2- Cohen, I. B., R. V. D. Campbell, and G. Welch, eds. Makin’ Numbers: Howard Aiken and the Computer. Cambridge, Mass.: MIT Press, 1999.
3- Ferguson, Cassie. “Howard Aiken: Makin’ a Computer Wonder.” Harvard University Gazette. Available on-line. URL: http://www.news.harvard.edu/gazette/ 1998/04.09/HowardAikenMaki.html. Posted on April 9, 1998.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب