Homeخبرونهد بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ؛ کندهار کې یې د پاتې شونو...

د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ؛ کندهار کې یې د پاتې شونو بازار ګرم دی

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۵) د کندهار هوايي ډګر نظامي اډې څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوي د تخنیکي وسایلو او مهماتو د پېر او پلور ګرم بازار دی.

د افغانستان په جنوب کې د بهرني ځواکونو دغه تر ټولو لویه پوځي اډه چې یومهال په کې شاوخوا ۳۰ زره بهرني عسکر دیره وه د روانې مي میاشتي په ۱۲ نیټه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه ځواکونو د وسایلو او مهماتو پیر او پلور د یو شمیر خلکو لپاره د کار وسیله ګرځیدلې.

په اوونۍ کې له دوه تر درې ځله په وسایلو او مهماتو بار یو شمیر کانټنرونه له هوايي ډګر څخه راوځي او د کندهار ښار په ښوراندام سیمه کې د بوش په نوم په یوه بازار کې پلورل کیږي.

په کندهار کې د امیر محمد په نوم د دغه وسایلو یوه کاروباري رسنیو ته وویل چې په دغه وسایلو او نظامي مهماتو کې ویجاړ شوي زغروال ګاډي، جنراتورونه ، کانټرونه، خیمې ،کمپیوټرونه، مخابرې، انتونونه او د ځان ساتني ځانګړی وسایل شامل دي.

د حاجي کلات خان پهلوان په نوم یو بل کاروباري رسنیو ته وویل چې د بهرني ځواکونو د دغه مهماتو او وسایلو ډیره برخه د کباړ په بڼه پلورل کیږي.

تر دې مخکې امریکايي ځواکونو ویلي وو چې، دوی د راتلونکي خطر د مخنیوي لپاره هغه وسایل ویجاړوي چې نه غواړي د دښمن لاس ته ورشي.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د مي له لومړی نیټې پیل شوی او ټاکل شوې چې د سپټمبر د میاشتي تر ۱۱ نیټي بشپړ شي.

بلخوا لاس انجلس ټایمز وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد د وضعیت د لا بدېدو ګواښ موجود دی.

راپور زیاته کړې، د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم طالبان په دې هڅه کې دي چې کندهار ولایت ونیسي.

د راپور له مخې، دغه ډله اوسمهال تر دغه ښار راتاو شوې او دغه ولایت یې تر خپلې کلابندۍ لاندې راوستی دی.

راپور کې دغه راز راغلي چې افغان حکومت هم د خلکو د تمې خلاف روان دی، ځکه خلک له دولت څخه امن، ازادي او ښه حکومتولي غواړي خو افغان دولت د بېلو ننګونو له امله د خلکو هیلې نه شي پوره کولی.

د ورځپانې په باور همدا لامل دی چې ورځ تر بلې یې د واک کړۍ را تنګېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...