جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ټولنیزه ژبپوهنه| فضل الحق نوري

ټولنیزه ژبپوهنه| فضل الحق نوري

ټولنیزه ژبپوهنه د ژبې او ټولنې یا طبیعت تر منځ اړیکې څېړي او تر مطالعې لاندې یې نیسي. دا ژبپوهنه هغه څه تشرېح کوي, چې ژبه او ټولنه یې تر خپل منځ لري. دا ژبپوهنه لاندې ډولونه لري:

۱- لهجه(Dialect)

لهجه د ژبې یو ډول دی, چې د یوه ګروپ دې غړو لخوا د یو او بل دې پوهولو لپاره کاروي. د یوې ژبې لهجې ممکن له یو بل څخه په سیستماتیک لارو کې توپیر لرونکي وي. دا پریکړه کول تل اسانه ندي, چې د دوو  ټولنو ترمنځ سیستماتیک توپیرونه دوه متضاد یا دوې مختلفې ژبې منعکس کوي. کولای شو, په ګوته شوي تعرفونه وکاروو. کله چې لهجه له دواړو خواوو څخه بې معنا او مفهومه وي.  کله چې د یوې لهجې د ګروپ ویونکي د بلې لهجې د ګروپ د ویونکو په لهجه پوه نه شي, دا لهجوي توپیر دی.  په هرصورت ، د متقابل مفهوم تعریف کول پخپله یو ستونزمن کار دی.

۲- لېنګوا فرنکا(Lingua franca)

لېنګوا فرنکا ژبه ده, چې د بیلابیلو سیمو ، هیوادونو ، ملتونو ، ټولنیزو او سوداګریزو اړیکو لپاره د ډیری خلکو لخوا کارول کیږي.

۳- سټایلStyle))

سټایل پخپله یوه لهجه ده, چې په مختلفو حالاتو کې کارول کیږي. ډيری ویونکي د دې توانايي لري, تر څو یو شمېر مختلف سټایلونه د دوو رسمي یا غیر رسمي ژبو تر منځ وکاروي. ډیری کلتورونه د ټولنیز چلند قواعد لري, چې سټایل په ټينګه سمبالوي.

۴- غیر ادبي ژبهSlang))

دا یو لغت یا اصطلاحات دي, چې د یوه ګروپ د غړو په واسطه د لنډ وخت لپاره کارول کیږي, چې معمولاً غیررسمي وي.

۵- خاص اصطلاحاتJargon))

دا هغه ټېرمینالوجۍ یا اصطلاحات دي, چې د یوه ځانګړي ګروپ او یا مسلکیانو لخوا کارول کیږي, لکه ځينې طبي اصطلاحات, چې په طب کې استعماليږي.

۶- ډيالوکټ او اکسنټ Dialect and Accent))

ډيالوکټ د ژبې یو ډول دی, چې د یوه هیواد په یوه برخه کې استعمالیږي او ځانګړي لغتونه, ګرامر او تلفظ ولري. اکسنټ انفرادي, سیمیز او ملي د خبرو کولو طریقه ده.

۷- ټبو او یوفیمیزمTaboo and Eufimism))

لغتونه یا اصطلاحات دي, چې غیر ادبي څرګندونې ښکاره کوي. د ټبو لغتونه او عملونه یوفیمیزم ته لار هواره وي. یوفیمیزم  په غیر مستقیم ډول د لغت یا اصطلاح استعمال, چې بې خوندي منځ ته راوړي, لکه د وفات لپاره مړه کېدل.

۸- مصنوعي یا طبیعي ژبهArtificial or natural))

دا هغه ډول ژبه ده, چې د انسانانو په واسطه جوړه شوې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب