دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهامریکايي پوځیان به تر ټاکلي وخت څو میاشتې مخکې له افغانستانه ووځي

امریکايي پوځیان به تر ټاکلي وخت څو میاشتې مخکې له افغانستانه ووځي

تاند(چهارشنبه، د جوزا۴) امریکايي پوځیان به له افغانستانه تر ټاکلې مودې څو میاشتې وړاندې یعني د جولای تر نیمايي ووځي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ اعلان وکړ چې درست امریکايي پوځیان به د سپټمبر په یوولسمه، چې په نیویارک او واشنګټن کې د القاعده شبکې د تروریستي بریدونو له شلمې کالیزې سره برابرېږي، له افغانستانه ووځي خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې د امریکا د پوځ چارواکو ورته ویلي چې دوی اراده لري چې د امریکا او ناټو ځواکونه په جولای کې په بشپړ ډول ووځي.

دوی دا هم ویلي چې دا پرېکړه یې له دې سره سره کړې چې لا نه پوهېږي له بهره به په څه ډول د ګواښونو د مخنیوي لپاره اقدام کوي.

د امریکا د دفاع وزارت پخواني مرستیال مایکل اې. فلورنای نیویارک ټایمز ته ویلي«حقیقت دا دی چې د ځواکونو ایستل ډېر حساس عملیات دي چې خطرونه ورسره ملګري دي. تر هغو چې وروستنی پوځي په الوتکه کې کښېني باید دوی ډېر کارونه وکړي، په تېره بیا په مځکه کې موجود متحدان هغه څه په میراث وړي چې تاسو پرې ایښي دي.»

نیویارک ټایمز وايي، وروسته له دې چې ولسمشر بایډن د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، د پینتاګون چارواکو په دې کار پیل کړ چې تر وسه وسه په لنډ وخت کې د ځواکونو د ایستلو بهیر رالنډ کړي.

چارواکو همداراز دې ورځپاڼې ته ویلي چې د بایډن له اعلانه وروسته پینتاګون هیله لرلې چې حتي یو سرتېری یې هم په جګړه کې ونه وژل شي ځکه چې که داسې وشي ښايي عام امریکایان پرې غوسه شي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې نور په افغانستان کې عملاً ډېر پوځیان پاتې نه دي ځکه چې اکثره ځواکونه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک په موده کې وایستل شول.

په همدې حال کې پرون په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومانداني یا سنټکام وویل، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په لړ کې یې تراوسه پورې تر ۲۵ سلنې پورې خپل ځواکونه ایستلي دي.

د دې قوماندانۍ په وینا، تراوسه پورې له افغانستانه په ۱۶۰ الوتکو کې وسایل وړل شوي دي.

دوی یو شمېر وسلې او تاسیسات د افغانستان ملي اردو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

دا قومانداني هره اوونۍ له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو د بهیر په اړه معلومات خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب